۱
ته به څه وختې پوهېږې؟
ته به څه وختې پوهېږې؟
راله
ووایه ښاغلیه؟
زه د هغو جینکو په کتار کې نه یم،
چې
ستا محبوبې دي
نه ښځینه فتحه یم،
چې ورسیوا مې پر خپلو فتحوحاتو کړې
نه کومه شمېره یم،
چې
ورزیاته مې پر خپلو دوسیو کړې
ته به څه وختې پوهېږې
ښاغلیه؟
۲
ته به څه وختې پوهېږې؟
ای اوښه، چې تر اوسه بیدیا کې
اوسار تړلی نه دی
ستا په
پزه چا
څېره و لاسونه دې تل
د خیرو و ټناکو لاندې پټ
ته به څه وختې پوهېږې؟
چې زه به نوره ستا په
لاسو کې
د سګرټو ایره
نه یم.
چې پر بالښت به دې
له زرګونو سرونو یو سر نه
یم
چې ستا د لیلام
مجسمه
به نه یم
ته به څه وختې پوهېږې؟
چې
ستا نوکارې به
زما پر سینه نه وي...
ته به څه وختې پوهېږې؟
۳
ته به څه وختې پوهېږې؟
چې
ما به نشې کړای بې حسه
امارت
به دې نشي کړای ما بې سده
ته به څه وختې پوهېږې؟
چې
سره له تېلو
سره
له ټولو امتیازاتو
سره
له هغو تېلو،
همرنګه
ستا د چپنې
سره له هغه بې شمېره موټرونو،
چې ګڼو معشوقو له ډالۍ
دي
ته به د نړۍ څښتن نشې.
څه شول ستا هغه مشهوره
د اوښانو بازارونه؟
څه شول ستا پر لاسو هغه
خالونه؟
څه شول ستا د کېږدۍ
سوري؟
څه شول ستا د پښو د تل
چاودونه؟
څه شول ای منفعله؟
څو
شول ای د خواهشاتو مرییه؟
اوس دې عقشبازي
د صفتونو شرحه
لس ها ښځې سر په سر
د یوه مړه حیوان جسد په
څېر
له دېوال یې راځړوې
ته
به څه وختې پوهېږې ښاغلیه؟
۴
ته به څه وختې پوهېږې؟
ای خېټوره
زه هغه نه یم،
لېواله ستا د جنت شمه
لوړ مې عزت باوقاره له سرو
زرو،
چې لری
یې په لاسو
زما فکر جلا
ستا د فکر له فضا
ای چې خانواکۍ دې
په سلول سلول کې وهلي جرړې
چې تا ته ده منسوبه
ته
به څه وختې پوهېږې؟
۵
ای د تېلو امیره
د خپلو هوسونو په چقړو
کې ورغړه
ورغړه، لکه پر کاشیانو رغړېدنه
ورغړه د ګمراهۍ په
لوګیو کې ورغړه
ته تېل لری تېل
د خپلو معشوقو پر پښو
یې ومښه
په پاریس کې دې لیدلي نایټ
کلبونه
وژلي یې ستا په ذات کې
رحمونه
وژلي
یې مهرباني و مېړانه
د بدلمنې ښځې په پښو کې
ښخ دې کړ خپل غچ تر خاورې
لاندې
په وړیا دې ورکړ قدس
په وړیا دې ورکړ خدای
په وړیا دې ورکړې ان د
مړو ایرې...
تا له سره هېر کړي،
چې د اسرائیلو په جګړه
کې
جنینونه
په خاوره ولېدل
تا خو له سره هېر کړي،
چې څومره ودانۍ ړنګې
پر سرو شوې
تا خو له سره هېر کړي،
چې څومره قرآنونه سوځېدلي
په اور کې
تا خو له سره هېر کړي،
چې رپولې یې خپله جنډه
د هېواد څیري بېرغ پر ځای ده
تا خو له سره هېر کړي،
چې په حیفا و په یافا و بئرالسبع
کې
هره
ونه صلیب شوې د خلکو لپاره
هغو خلکو لپاره چې تا هېر کړي له سره
چې وو ستا له نسله
قدس دې په وینو ډوب
خو ته ډوب په شهوتو کې
داسې آرامه بیده یې
ګنې دې ناورین له تا سره څه تړاو نه درلود
ته به څه وختې پوهېږې؟
څه وختې به دې ذات کې
انسان راویښېږي؟
ته
به څه وختې پوهېږې؟
نزار قباني