لیکم،
چې شیان منفجر کړم
لیکنه
چاودنه ده
لیکم،
چې رڼا پر تروږمۍ کړمه
بریاله
او شعر کړمه کامیابه
لیکم،
چې د غنمو وږي یې ولولي
ونې یې ولولي
لیکم،
چې سور ګل راباندې پوه
شي
مرغۍ،
پیشو،ستوري، کب، صدف راباندې پوه شي
لیکم،
چې نړۍ د هلاکو له غاښونو
د پوځیانو له حکومته
د لنډه غرو له لېونتوبه
آزاده کړم.
لیکم،
چې ښځې
د ستم له تورو تمبو
له مړو ښارونو
د مرییتوب له ولایتونو
له ستومانو ورځو
له سړخته
له تکراره
آزادې کړم.
لیکم،
چې کلیمې
له تفتیشه
د سپو له بويولو
او د سانسور له تېغه
آزادې کړم.
لیکم،
هغه مېرمن چې راباندې ده ګرانه
له بې شعره ښاره
له بې ميني ښاره
د ویر و خپګان له ښاره
آزاده
کړم
او جوړې ترې
اوبلنې ورېځې کړم
لیکم،
یوازې ښځه
یوازې لیکنه
موږ له مرګه ژغوري.
نزار قباني