موږ په «ترهه ګرۍ» تورنوي
که دفاع وکړو د ګل له بویه
که دفاع وکړو د ښځې له خوشبویه
که دفاع وکړو له یوې بې ګناه قصیدې
که دفاع وکړو
له شنه اسمانه
له هغه هېواده،
چې پاتې په کې څه نه دي
نه اوبه، نه هوا
نه کېږدۍ، نه اوښ
نه یوه توره قهوه...
.......
موږ په «ترهه ګرۍ» تورنوي
که دفاع وکړو په مېړانه:
د
بلقیس له زلفانو
د
میسون له لبانو
له
هنده
له
رغده
له
لبنی
له
ربابه
که دفاع وکړو
د الهام په بڼه چې راورېږي له بڼو
د رانجو له بارانه!
له ما سره به هېڅکله و نه مومئ
محرمانه شعرونه
محرمانه ژبه
یا محرمانه کتابونه،
چې بندیوان یې د دروازې تر شا کړم!
ان یوه قصیده نلرم،
چې
روانه محجوبه وي
په واټو کې...
.........
موږ په «ترهه ګرۍ» تورنوي
که د خپل هېواد له پاتې شونو ولیکو
ناتوانه، شېندلي، ړنګېدلي
چې غړي یې وراسته، پاشېدلي
له هغه هېواده چې پېژاند لټوي
له هغه ملته چې نوم نلري
له هغه هېواده،
چې له تېرو بډایه شعرونو یې
پاتې
نور څه نه دي
د
خنساء* له قصیدو پرته
له هغه هېواده،
چې د اسمان په لمن یې
سره،
شنه یا زېړه آزادي پاتې نه ده...
له هغه هېواده،
چې ورځپاڼو پېرېدو ته
مو پرېږدي
خو خبرو اورېدو ته مو
نه پرېږدي....
له هغه هېواده،
چې پر ټولو مرغیو یې
د
تل لپاره د چغېدو بندېز لګولی
......
له هغه هېواده،
چې لیکوالان یې
له ډېره ډاره عادت شوي،
لیکل پر هوا کړي!!
له هغه هېواده،
چې حال یې، احوال یې
زما
د وطن له شعره څه توپیر نلري:
خوشې
شوې ویناوې
بی
مانا خبرې
وارداتي
کلام
غیرې
عربي بڼه
غیرې
عربي ژبه،
چې
نه پیل لري نه پای
نه
له خلکو سره اړیکه
نه
له ځمکې، نه د ستونزو له بشر سره!
له هغه هېواده،
چې درومي د سولې
مذاکراتو ته
له
مېړانې تش
پښې یبله!
......
له هغه هېواده،
چې سړیو یې له ډاره
ځانونه
لامده کړي!
او
له مېرمنو پرته څوک ورپاتې نه دي!
څوک ورپاتې نه دي،
چې نه ووايي هغو
ته،
چې په ګونډو شول
او جوړه یې هټۍ
زموږ له ډوډۍ، غوړو و کورونو
زموږ له ځلانده تاریخه
.....
داسې شعر راپاتې نه دی،
چې
خپل عفت یې په بړستن د سلطان لړلی نه وي!
......
موږ په سپکېدو یوو روږدي شوي
خو له هغه انسانه به څه شي پاتې،
چې په سپکېدو شي عادت ؟!
......
لټوو د تاریخ په کتابو کې
اسامه بن منقذ
عقبه بن نافع
حمزه و عمر
او خالد، چې د شام په لوري درومي...
په ملي ړوندتیا یوو اخته شوي ؟!
یا له کورمالۍ کړېږو؟!
......
موږ په «ترهه ګرۍ» تورنوي
که تر اسراييلي بېلدوزرو لاندې،
چې
مو خاوره اړوي راوړي
تاریخ
مو اړوي راړوي
انجیل
مو اړوي راړوي
قرآن
مو اړوي راړوي
خاوره د پیغمبرانو مو
اړوي راړوي،
ونه
غواړو شوو مړه
که ګناه مو دا وي
نو بیا څومره ښایسته ده «ترهګري»!
......
موږ په «ترهه ګرۍ» تورنوي
که د مغولانو، یهودیانو* او بربرو په لاسونو
ونه
غواړو شوو نابود
که د امنیت شورا،
چې لوي امپراتور ورباندې خېټه اچولی
شیشې پر
کاڼو ولو!
......
موږ په «ترهه ګرۍ» تورنوي
که لېوه سره مذاکرې ته غاړه کېنږدو
او امریکې،
دې بې فرهنګې ته
د بشري کلتور په وړاندې
له دې بې تمدنې سره
د نني تمدن په وړاندې
د
مرستې لاس ورنکړو!
امریکا هغه ستره ودانۍ ده،
چې
دېوال نلري!
.......
موږ په «ترهه ګرۍ» تورنوي
که له هغې زمانې سره مخالفت وکړو،
چې
په کې
مغروره،
شتمنه
ځواکمنه امریکا
د عبري ژبې رسمي ژباړونکې شوې!
......
موږ په «ترهه ګرۍ» تورنوي
که د قدس و الخیل
یا د غزې و ناصرې
پر
مخونو ګلونه وشیندو
که ویسو اوبه
که ویسو ډوډۍ
محاصرې ته!
.......
موږ په «ترهه ګرۍ» تورنوي
که غږ پورته کړو
د پرګنو ضد مشرانو په وړاندې
د هغوې په وړاندې،
چې
زینونه یې بدل کړل
غوره
کړې پر وحدتپالنې
دلالي!
........
موږ په «ترهه ګرۍ» تورنوي
وايي د «ترهه ګرۍ» کوئ ننګه،
که د فرهنګ کړو دنده خپله
که د فقهې او سیاست کتابونه لولو
که یاد کړو خپل لوی خدای
که سورت د «فاتحې» کړو تلاوت
که د جمعې خطبې ته شوو غوږ
موږ په «ترهه ګرۍ» تورنوي
که له خپلې خاورې
د خپلې خاورې له ستروالي دفاع وکړو
که پاڅون وکړو
پر خلکو د تېري په
وړاندې
پر ځان د تېري په
وړاندې...
که راپورته په ملاتړ شو
د
واټ د خرما د وروستیو ونو
په ملاتړ د اسمان د وروستیو ستورو
په ملاتړ د خپلو نومونو د وروستيو تورو
په ملاتړ د خپلې مور د شیدو د وروستیو څاڅکو
که ګناه مو دا وي
نو بیا څومره ښایسته ده «ترهګري»!
.......
له «ترهه ګرۍ» سره موافق یم
که ژغورلاې مې شي له هغو کډوالو،
چې له روسیې
له رومانیا
له مجارستانه
له
لهستانه
راغلي
او په فلسطین کې یې
زموږ
پر اوږو پښې ایښي
راغلي،
چې د قدس منارې
د الاقصی جومات دروازې
ډبرلیکنې
او ګنبدونه رانه غلا کړي.
......
له «ترهه ګرۍ» سره موافق یم
که وکړای شي مسیح
د مرګ او ویجاړنې له
سفیرانو
آزاد
کړي
مقدسه مریم او مقدس ښار
آزاد کړي.
.......
تر پرونه زموږ خلک
د خپلو ټاټوبو په واټو کې
په
څېر د اسونو شڼېدل
څپاند وو ډګرونه
د نهرونو صلابت په شان
خو د اوسلو له تړون وروسته
نور مو غاښونه په خولو نشته!
بدل شوي په یوه ړانده ملت یوو؟!
بدل شوي په ګونګي یوه ملت
یوو؟!
.....
له «ترهه ګرۍ» سره موافق یم
که له ستمګرو و بلوسګرانو
ژغورلای شي ملت
د انسان له وحشته
ژغورلای شي انسان.
........
له «ترهه ګرۍ» سره موافق یم
که له یهودي امپراتوره مې ژغورلی شي
که له رومي امپراتوره
مې ژغورلی شي.
.......
له «ترهه ګرۍ» سره موافق یم
تر هغو چې په «عدل» او «انصاف»
وېشل شوې نوې نړۍ
د امریکې او اسرائیل په منځ کې!
له «ترهه ګرۍ» سره موافق یم
له ټولو شعرونو سره
له ټولو نثرونو سره
له ټولو غاښونو سره،
چې
په خوله یې لرمه
تر هغو موافق یم چې نوې نړۍ
دربست
د قصاب په واک کې وي!
.......
له «ترهه ګرۍ» سره موافق یم
تر هغو چې نوې نړۍ
موږ د لېوانو په کتار
کې
شمېري!
.......
له «ترهه ګرۍ» سره موافق یم
تر هغو چې امریکايي سنا
د
نورو کړنې ارزوي
جایزې
ټاکي
جزا
ټاکي!
له «ترهه ګرۍ» سره موافق یم
تر هغو چې نوې نړۍ
په
خپل ذات کې د عربو له بویه
وي بېزاره
........
له «ترهه ګرۍ» سره موافق یم
تر هغو چې نوې نړۍ
زما
د ماشومانو سرونه پرې کوي
او
خپلو سپو مخې ته یې اچوي
نو چیغه کېږم:
له «ترهه ګرۍ» سره موافق یم...
له «ترهه ګرۍ» سره موافق یم...
نزار قباني
*
خنساء، چې اصلي نوم یې تماضر بنت عمروالسلمیه و،
له اسلام څخه دمخه یوه مشهوره شاعره وه. هغه د خپل ورونو صخر او معاویه لپاره چې
له اسلام له عصره وړاندې ووژل شول، د مرثیه ویلو لپاره مشهوره ده. د هغه په قصیدو
کې تر ډېره د خپلو ورونو زوړتیا او ویر او خپګان بیان شوی دی. پ.ژ.
* نزار قباني، په ځینو شعرونو کې په مستقیمه توګه پر یهودانو برید کړی او ان
دا یې ویلي که چېرې هیتلر له یهودانو بې غمه کړي وای، نو فلسطین به له داسې ربړې سره
مخ نه وی. د نزار قباني دا ډول دریځ یو ارتجاعي او ناسم دریځ دی، ځکه ستمګران
هېڅکله د خپلو ولسونو استازي کېدای نشي. که چېرې ونکړای شو د ولسونو او دولتونو، د
ولسونو او واکمنو ستمګرو طبقاتو تر مینځ توپیر وکړو، نو د یو دموکراتیک او آزادي
غوښتونکي دریځ پر ځای یو ارتجاعي او استبدادي دریځ غوره کوو. پ.ژ.