۳.۱۰.۰۳

د رسمولو درس

 ۱

زوي مې اوبلنې رنګې راوړي

مخې ته یې راته ږدي

رانه غواړي چې مرغۍ رسم کړم

برس په خړ رنګ کې خړوبوم

یوه مربعه انځورم

له یوه قلف سره

له څو میلو سره

زوي مې حېرانېږي راته وايي:

دا خو زندان دی پلاره!

مرغۍ رسمولای نشې؟

ورله وایم:

زویه!

وبخښه

د مرغیو بڼه مې تللې له یاده!

 

۲

زوي مې رنګې مخې ته راته ږدي

رانه غواړي چې سیند رسم کړم

یوه توره دایره په پنسل رسموم

راته وايي

دا خو توره دایره ده پلاره!

سیند رسمولی نشی؟

لا نه پوهېږی چې د سیند رنګ شین دی؟

ورته وایم:

زویه!

سیند مې یو وخت ښه رسمولی شو

خو اوس یې رانه

د کب نیولو لومه

او د سیند جاله اخیستي

د شنه رنګ سره له خبرو

د آزادۍ د کب له ښکاره یې

منعه کړی یم!

  ۳

زوي مې د رسامۍ کتابچه

مخې ته راته ږدي

رانه غواړي چې یو وږی د غنم رسم کړم

قلم اخلم

یو ټوپک رسمومه

زوی راباندې وهي ملنډې،

چې د رسامۍ هنر کې یم کمزورې

په حیرانۍ راته وايي:

پلاره!

نه پوهېږی چې د ټوپک او د غنمو د وږې توپیر څه دی؟

ورته وایم:

زویه!

پخوا مې د غنمو وږي، ډوډۍ او ګلانو شکلونه پېژندل

خو دې اوسپنيز پېر کې،

چې د ځنګل ونې له وسلوالو سره یو شوې

ګلونو پوځي جامې په تن کړې

د  وسلوالو  وږي  په پېر کې

د  وسلوالو مرغانو په پېر کې

د  وسله وال دین په پېر کې

ډوډۍ نه پېرم،

مګر دا چې په کې و موندم یو ټوپک

ګل له کروندې نه راشکومه،

مګر دا چې راته ونیسي مخې ته وسله

کتاب له کتابتونه نه پېرم،

مګر دا چې په منځ د ګوتو کې مې شي منفجر...

۴

زوي مې د کټ پر څنډه راته کښېني

رانه غواړي چې یو شعر کړم بیان

یوه اوښکه شي راتویه پر بالښت

په حیرانۍ یې راخلي

راته وايي:

دا خو اوښکه ده، نه شعر، پلاره!

ورله وایم:

زویه!

کله چې لوی شوی

او د عربي شعرونو دیوان دې ولوست

پوه به شی چې اوښکه او شعر سره دي خویندې

او عربي شعرونه

له هغې اوښکې بل څه نه دي

چې د ګوتو له مینځه راتوییږي

۵

زوي مې پنسلونه او رنګې

مخې ته راته ږدي

رانه غواړي چې وطن رسم کړم

برس مې رپي په لاسو

اوښکې مې تویېږي پر لېمو.

نزار قبانی

بیروت سوځي، ته راته ګرانه یې!

۱ کله چې بیروت سوزېده او اور وژونکو یې سره کالي وېنځل او هڅه یې کوله، چې پر کټارو ناستې مرغۍ کړي آزادې ما په واټونو په سيزونکي ا...