۲۳.۱۰.۰۳

مسافر

 مسافر،

سپاره د ویر په بېړۍ یوو

رهبر مو یو مزدور

شیخ مو  غل د دریابو

بې وطنه

څارل شوي

د مرغیو په څېر

              د مهال پر نقشې

بې اسناده مسافر یوو

               بې کفنه مړي.

-----

موږ د عصر بدلمنې

پلوري مو،

پیسې اخلي واکمنان

موږ د ماڼیو مینځې

 له کوټې نه کوټې ته مو لېږي

له غېږې نه غېږې ته

له مالک نه مالک ته

له بُت نه بُت ته

هر شپه منډې په څېر د سپیانو

له عدنه تر طنجه

له طنجه تر عدنه

په لټون دې قبیلې،

چې راووايي هرکلی

د پردې په لټه د پټېدو لپاره

د سرپناه په لټه د مېشتېدو لپاره

------

ملاګانې یې دي کړوپې

شاوخوا مو دي اولادونه

لټوي په زړو قاموسو کې

بې ساری یو جنت

د وطن په نامه دروغ

یو غټ دروغ.

 ------

دېره یوو د ژړا د ښار

قهوه مو د کربلا وینې

غوښه مو ګډه د کربلا په غوښې

خواړه

څښاک

عادتونه

بیرغونه

ګلونه

قبرونه

پوستکی مو لري

                       مُهر د کربلا

څوک مو نه پېژنې په دې بیدیا

نه اوښ، نه ونه د خرما

نه تېږه، نه میخ

نه هندي، نه عفرايي

پاڼې مو شکمنې

فکرونه مو جالبه

نومونه مو نه دي ورته نومو ته

نه مو پېژني هغوی چې تیل څکي،

نه مو پېژني هغوی چې اوښکې څکي

                                                رنځ څکي.

------

بندیان یوو د هغو متنو،

             چې واکمنان یې لیکي

بندیان یوو د هغه دین،

           چې ملایان یې تفسیروي  

بندیان دننه د غم،

غمونه مو دی خوندور له هرڅه

                                        په تن

څاري مو قهوه خانو کې

                            کورو کې

څاري مو ان

                د میندو په نسو کې!!

په انتظار دی هر چېرې

                               مخفي مامور

له قهوی مو څکي

پر تخت مو بیدېږي

په لیکونو کې مو ګوتې وهي

کاغذونه مو لټوي

په پزه مو ننوځي

په ټوخي سره مو راوځي

ژبې مو پرې شوي

سرونه مو پرې شوي

ډوډۍ مو له ډار سره

له اوښکو سره لمده شوې

که اعتراض وکړو د سیمې ساتونکې ته

راته وايي:اعتراض ممنوع

که تضرع وکړو د اسمانو خدای ته

راته وايي: تضرع ممنوع

که نارې د مرستې وکړو د الله رسول ته

راکوي نه ستنېدونکي ویزې موږ ته

که د وروستې قصېدې لپاره

یا د وروستي وصیت لپاره

مخکې له دې چې راځوړند شوو له داره

وغواړو قلم د لیکلو لپاره

موضوع بدله کړي د دې لپاره.

-----

ای وطنه

چې د کرکې پر دېوال یې صلیب کړی

ای د اور غونډسکې

چې د ګړنګونو په لور یې رهي کړی

پیدا نه شول څوک

 نه له مضر قبیلې، نه له ثقیف قبیلې

چې په وینه لت پت دې وطن ته

نذرانه جام له خپلو وینو کړي

یا ورکړي یو بوتل خپلې شریفې میتیازې

هیچا له دې څیري څیري عبا

درنکړه  یوه خولۍ

                       یوه چپنه

                              ډالۍ  

                                    یوه ورځ

ای وطنه،

چې د مني د وښو په شان مړاوی یې

شکېدلي یوو موږ د ونو په شان له خپله زېله

له خپلو هیلو، یادونو آواره شوي یوو

ډارېږي سترګې مو له خپلو اوازونو

واکمن مو دي هغه خدایان

چې بهېږی شنه وینه یې په رګو کې

موږ د کنیزانو نسل

نه مو پېژني د حجاز مشران

نه مو پېژني د صحرا عامیان

نه مو ابوالطیب مني نه مو ابوالعتاهیه

که ځي رانه یو جلاد

سپاري موږ په بل جلاد

-------

د ستړیا د بندرونو مهاجر یوو

نه مو مني څوک

د بیروت له سینده د عرب تر سینده

نه فاطمیون، نه قرمطیان

نه مملوکیان، نه برامکیان

نه شيطانان، نه ملایکې

نه مو غواړي څوک

نه مو غواړي څوک

په مالګینو ښارو کې،

چې پرې کوي هر کال د میلیونو کتابو سرونه

په هغه ښارونو کې،

چې دولتي استخبارات یې کوي د ادبیاتو لارښوونه

نه مو غواړي څوک

----

مسافر یوو،

سپاره د ویر په بېړۍ

رهبر مو یو مزدور

شیخ مو  غل د دریابو

لکه موږکان په قفسونو کې بندیان

نه مو مني کوم بندر

نه مو مني کومه مېکده

پاسپورتونه مو ټول راصادر کړي شیطان

لیکنې چې کاږو

خوښې نه دي ټول د سلطان

-----

له زمانه بهر

له مکانه بهر

                مسافر

پیسې یې ورکې، شتمني یې ورکه

اولاد یې ورک،  نوم یې ورک

پېژاند یې ورک، د امنیت حس یې ورک

نه مو بنی هاشم پېژني، نه بنی قحطان

نه مو بنی ربیعه پېژني، نه بنی شیبان

نه مو د لنین پېروان پېژني، نه د ریګان

ای وطنه،

ټول مرغان لري خپله ځاله

مري له وطنه بهر،

هغه چې حرفه یې ده آزادي.

 نزار قباني

بیروت سوځي، ته راته ګرانه یې!

۱ کله چې بیروت سوزېده او اور وژونکو یې سره کالي وېنځل او هڅه یې کوله، چې پر کټارو ناستې مرغۍ کړي آزادې ما په واټونو په سيزونکي ا...