ګرانه ملګریه!
چې په سترګو دې
تراژیدي، ویر او غربت لولم
موږ هغه ولس،
چې په ښادۍ نه پوهېږو!
ماشومانو مو لا
د بوډۍ ټال لیدلی نه دی
دلته هغه هېواد،
چې خپلې دروازې یې دي
تړلي
اند، احساس یې لغوه
کړي!
هغه هېواد،
چې په کوترو کوي ډزې
په ورېځو، جرسونو کوي
ډزې
دلته مارغه د الوتلو پروا نلري
او شاعر د شعر ویلو ډار نلري!
دلته هغه هېواد ،
چې د تللو لار نلري
ان مچ له الوتلو ډارېږي
او د شعر شپه نه
جوړېږي!
دلته هغه هېواد،
چې نیمایي یې دی پنډغالی
نیمايي نور یې ساتونکي
د یو بل له مېرمنو سره
مړو
کړی واده
مالومه نه ده
چې خلک یې چېرې کډه شوي!
فرانسوی زېړسرې سېلانۍ راته وايي
ستاسې هېواد ډېر ښایسته دی،
چې
تر اوسه ما لیدلی
دلته،
باران خاندي
ګلان خاندي
الوچې خاندي
انار خاندي
یاسمن راځوړند له دېوالونو
خو ستاسې په هېواد کې
بیا ولې څوک نه خاندي؟!
نزار قباني