۴.۱۰.۰۳

شعر پوښتنه کوي

 زښت یمه خوشاله،

چې له شعرونو مې ډارېږئ

سره له ټولو جلادانو چې پرې کوي سرونه

زښت یمه نېکمرغه،

چې د رنګ له څاڅکي ډارېږئ

د کاغذ له خش خشه رپېږئ!

ای واکمنه،

چې له ترانې،له کلیمې،

له نوپنځانده شاعره وېږېږی

ای واکمنه،

چې پر حکومت دې ډارېږی

د ګلونو له وږمې، د زردالانو له بویه ډارېږی

ای واکمنه،

چې په فرمان

 شوق په وسلوالو زنداني کوی.

خوشالېږم چې دروازې تړئ

او سپي خوشې کوئ

په خپلو ښځو ډارېږئ،

چې ګیرې نشي د مینې د پاچایانو په لومه

خوشالېږم چې کتابونه مې قتل عاموئ

شعرونه مې ذبحه کوئ

خو جسد به مې یوه ورځ

په بارګاه شي بدل

چې د زیارت په موخه به وردرومي میننان.

هېڅوک نشته چې آسونه ایسار له شڼېدلو کړي

مرغۍ بندې د نویو ټاټوبو له موندلو کړي

تاسې به لیکوالان ووژنئ

خو لیکل وژلی نشئ

سندرغاړي به ووژنئ

خو آواز وژلی نشئ

په دې سیالۍ کې به یوازې کلیمې شي بریالې.

نهه نوي ښځې مو په یوې کوټې کې

په یوې حرمسراې کې راغونډې کړي

هر څه دي برابر:

              نکاح خط

              طلاق خط

              شراب په جامونو کې

              سترګې سرې

      د نغري سکروټو په شان!

خو د اخلاقي ارزښتونو په پار

مو تل منعه کړي زما اشعار!!!

په تمه راله واوسئ،

بې خبره راځم

لکه مهدی یا هم د بُراق په شان

سترګې په لار راله واوسئ،

د پېژندو مې اړتیا نشته

خلک به ځوړند کړي

د پاچا د عکسو پر ځای

                      په دېوالو عکسونه زما.

راته منتظر واوسئ ای دلالانو،

چې ودان کړي مو د تېلو له پیسو

د نفاق دي اهرمونه

شعر او نثر مو راته کړ بدل

د ارتزاق دي دکانونه!   

سترګې په لار راله واوسئ،

چې شعر تل:

د ولس تندي له خولو

د ډوډۍ له بڅرو

د ځپلو له ګړنګونو

او له ژورو راپورته شویو زلزلو نه

           د بهر په لور پنځول کېږي.

ای واکمنه،

هر څومره که لوړ دېوالونه کړئ

لمر به نشی کړای منعه له څړېکېدو!

نزار قباني

بیروت سوځي، ته راته ګرانه یې!

۱ کله چې بیروت سوزېده او اور وژونکو یې سره کالي وېنځل او هڅه یې کوله، چې پر کټارو ناستې مرغۍ کړي آزادې ما په واټونو په سيزونکي ا...