۴.۱۰.۰۳

زما اندېښنې (شاملو)۲

 نوم يې ګئومات، مشهور په غاصب 

د ایران په لرغونی تاریخ کې د یوه سړي نوم اخیستل شوی، چې ګئومات نومېده او په غاصب مشهور و.

د کوروش تر مرګه وروسته پوهېږو چې زوي یې کبوجیه د سردارانو، درباریانو، روحانینو او اشرافو په هوکړې پاچاهۍ ته ورسېد او د مصریانو د لوټلو لپاره یې لښکر وایست، ځکه جګړه او پر نړۍ برلاسي، چې اول د مغلوبو ملتونو د شتمنۍ د لوټنې او بیا وروسته د کلني باج او خراج سره مل و، په هغه وخت کې د لښکرو سردارانو ته، چې یوازې له اشرافو ټاکل کېدل، یو ډول مثمر تولیدي کار و (البته که وکولای شو لوټ او باج اخیستنې ته «تولیدي کار» ووایو!).

راځئ یو عمومي حکم صادر کړم او خاطر مو جمع کړم: د وخت ټول زورواکي لېوني وو. ارواپېژندنه دا ټکی په اسانۍ ثابتولی شي. كه خپل حکم ته یو څه پراختیا ورکړم، نو ښايي داسې ووایم: د تاريخ پر ټولو زورواکو له لمړي دمه یو څه کېدل: ټول له پیله شوده ګان وو او په ډېرو كې دا شوده توب د ځنځيري لېونتوب تر لوړ مقامه رسېدو. یانې شاوخوا كسانو، سرتېرو مرییانو او په خټه نوكرانو هومره ورته غوړه مالي کړی، لکۍ ورته خوځولی او هغه ځای دا ځای یې ورته څټلی، چې له دوی یې عظیم الشان نابغې، ستر هوښیاران او پوه رهبران جوړ کړي، چې ورو ورو خپلو حريفانو ته مشتبه شوي او د بېړاتوب هغې کچې ته رسېدلي، چې د يوه په ذهن كې ناڅاپه ګرځېدلي چې زه د لمر زوی يم، هغه بل ادعا كړې چې بنده د خداى زوی يم؛ همداسې سكندر ادعا وكړه چې د هغه مار له نطفې دی چې د شپې لخوا يې د مور پر بړستنې خوځېده او نادرشاه، چې له اوله یې د دوو خرو وربشې نشوې بېلولای، خپل پلار هېر او مدعي شو چې د توري زوی، د توري لمسی، د توري كړوسى او د توري کودى دی. د دې تاريخي لېونو تر مینځ یوازې د بيچاره كبوجيه حساب له نورو بېل دى. دا ښاغلى د هغو ملنګانو په شان و، چې دوړو بادولو ته یې اړتیا نلرله او د دې محتاج نه و چې  راچاپېره کسان یې شونډک ته سره ټوټه ورپوي او یا لکۍ ورته جنډه کړي. ځکه د مشهورې وينا له مخې د بلوغتيا ماده یې د زلمیتوب له پیله مستعده وه او بى لكۍ نڅېدو. دا شوده (چې اشرافو له همدې کبله پر  پلاز کېنولی و، چې واګې یې د دوې په لاس کې وي) مصر ته تر رسېدو او هلته له بريا او بی ساري جنایتونو وروسته په بشپړه توګه ځنځيري شو. د بې سدي، کمزوري، میرګي او جنون حالت یې پیدا کړ. داسې ورځې ته ورسېدو چې مصريانو د زړه له تله باور پیدا کړ چې دا ناروغي هغه سزا ده، چې د مصر خدايانو د ده جنایتکارانه کړنو په بدل کې پر ده نازله کړې ده.

كبوجيه د بردیا په نامه یو ورور درلود. برديا طبعاً د خپل ورور له جنوني حالت نه خبر و او پوهېده چې نن يا سبا به د اعلیحضرت د جنون پاى هرومرو یوه تماشه شي او تاج او تخت به له لاسه وركړي. له بلې خوا له هغه ځایه چې بردیا یو اندیال انسان و او څو ځله يې ځینې غورځنګونه په لاره اچولي وو، اشراف يې د وينې تږي وو. هغه پوهېده كه فرضاً كبوجيه له تخته وپرځول شي، اشراف به په هېڅ بیه پرې نږدي چې دی یې پر پلاز کښېني. همدا و چې مخكې شو او د كبوجيه او پوځ په غياب كې پر تخت كښېناست. كله چې د برديا د پاڅون خبر مصر ته ورسېدو، داريوش او د پوځ نورو مشرانو كبوجيه وواژو او پوځي ځواک ته د بردیا د لاسرسی د لنډولو په پار یې پر ايران برید وكړ.

هغه جعلي او تحریف شوی تاريخ، چې نن ورته لاسرسی لرو، پېښه په دې ډول رانقلوي:

 

«كبوجيه مصر ته له حرکت وړاندې، خپل یو محرم ته، چې نوم یې پرك ساسْ پِس و، دنده وسپارله چې بې له دې چې څوک خبر شي په پټه برديا ووژني؛ داسې نه چې د ده په نشتون کې پر سر یې د پاچاهۍ هوا ولګېږي. دا ماموریت تر سره شو، خو قسمت ته ګورئ چې د ګئومات په نامه د زردتشتيانو يو روحاني، چې له مقتول برديا سره يې عجیب ورته والی لاره، له دې رازه خبر شو. څنګه چې پوهېده، چې له هغه پرته بل څوك د برديا له وژل كېدلو خبر نه دي، نو وېې ويل چې زه برديا يم او پر پلاز کښېناست

 

شته جعلي تاريخ د پېښې پاتې لړۍ په دې ډول تحریفوي:

 

«كله چې دا خبر په مصر كې د كبوجيه غوږ ته ورسېد، هغه له دې کبله چې يو چا په درواغو ځان برديا نومولی او يا هم دوكه شوې او برديا وژل شوی نه دی، ډېر په قار شو (او دلته دوه روايتونه دي:) يو دا چې د جنوني قار له امله يې ځانوژنه وكړه، بل دا چې بې له ځنډه يې د آس پر شا ودانګلی چې پر ايران برید وکړي. د دې ناڅاپه دنګلو له امله هغه توره یې چې پر ملا پورې تړلې وه په خېټه یې ننوځي او له ټپه یې مري

دا وروستى روايت په بشپړه توګه جعلي دى. د جمشيد د تخت ډبرتوږنه ښكاره كوي، چې ان عادي سرتېرو هم توره بى تېکې پر ملا نه تړله، پاچا خو په خپل ځای پرېږده.

په هر حال، د جعل شوي تاريخ له مخې:

 «پرك ساس پس، د برديا د وژلو راز د پوځ له مشرانو سره شریک کړ. هغوې په بيړه ځانونه ايران ته ورسول او پوه شول چا چې ځان برديا نومولى د ګئوماته په نوم د زردتشتيانو هغه روحاني دى، چې ورور يې د سلطنتي ماڼیو رييس دى. نو له مخكنۍ پرېکړې سره سم یې په ځانګړي ساعت پر ماڼۍ برید وکړ او هغه یې ووژو او له یو بل سره یې وعده وکړه، چې د سبانې ورځې په سهار به په يوه ټاکلي ځاى كې سره راټول او د هر چا آس چې د نورو له آسونو مخكې وشڼېدو، هغه دې پاچا شي. د داريوش ناظر له هوښیارۍ کار اخلي او يوه شپه وړاندې په ټاکلي ځاى كې د داريوش د آس او د یوې اسپې د معارفې زمینه برابروي. په سباني سهار د داريوش آس دې ځاى ته له رسېدو سره سم د تېرې شپې د خوندورو شېبو په ياد شڼېږي او د دغه شهوتناكه څاروي په مټ، پاچاهي(چې بې له شکه الهي وديعه ده) داريوش ته سپارل کېږي.»

 

ښه تاريخ خو داسې وايي. خو دا تاريخ جعلي دى، په دوکه مارۍ لتاړ او په دروغو ډک دی، د حقیقت ملنډیز تحریف دی. راځئ وګورو چې پېښ شوی حقيقت څه و:

لومړى به دا خبره وکړم چې څه اړتیا وه چې داريوش او ملګري يې كبوجيه ووژني؟

۱. د كبوجيه لېونتوب تر هغه حده رسېدلى و، چې نور اړینه وه په اړه یې اساسي فکر وشي.

۲. يوازې د كبوجيه په وژلو سره یې کولای شول د بردیا وژنه د هغه په غاړه واچوي او دوې په خپله تورن نشي.

۳. څنګه به چې وګورو د كبوجيه په وژلو سره د برديا وژنه بې له دې چې ستونزې جوړې کړي، تر سره کېدله.

بله خبره دا ده چې د برديا له وژلو وروسته، ولې یې په پېښه کې جعلي ګئومات جوړ کړ؟

۱. ځكه له كبوجيه وروسته د پاچاهۍ حق بې له شكه برديا ته رسېدو. لومړی دا چې هغوې د برديا له كړنو او اقداماتو سره سخت مخالف وو او دویم دا چې د برديا په وژلو سره په پاچاوژنې تورنېدل، چې پايلې يې معلومې وې. له همدې کبله یې برديا د ګئومات په نامه وواژه.

۲. د برديا ټولنيز نفوذ تر هغه زیات و، چې وژل یې ولسي پرګنې وزغمي.

د پېښې د واقعيت ارزول په ښه توګه کولای شي دغه ټکي روښانه كړي:

موږ د واقعیت د پوهېدو لپاره يو معتبر تاريخي سند په لاس کې لرو. دا سند د بيستون ډبرلیکنه ده، چې وروسته د همدې داريوش په فرمان پر ډبرې وتوږول شو. منم چې د دروغجن حافظه عموماً كمزورې وي، خو څه چې د تاريخ تحریفولو په پار پر دې ډبرلیکنې توږل شوي، د دې تاريخي دوکه مارۍ څېره بربنډوي.

زه په بیړه یوازې یوه جمله له دې ډبرلیکنې تاسو ته لولم:

 

«ما داريوش، ورشوګانې، كروندې او منقولې شتمنۍ او مرییان بېرته جنګياليو ته ستانه كړل...ما په پارس او ماد او نورو سیمو كې هغه څه، چې اخيستل شوي وو، بېرته واخيستل.»

 

عجب، ښاغلیه داريوشه! دا جنګيالي چې تا په خپلې ډبرلیکنې كې ورته اشاره كړې، د پوځ له هغو مشرانو او سردارانو پرته څوك دي، چې له اشرافې طبقې به ټاكل كېدل؟چا له دوی ورشوګانې، كروندې، منقولې شتمنۍ او مرییان اخيستي وو، چې تا بېرته ورستانه كړل؟

اصلي مسئله همدا ده. حقيقت دا دى چې اصلاً د ګئوماته په نامه چا شتون نه لارهء او هغه څوك چې د داريوش او د ده یارانو لخوا ووژل شو، په خپله برديا و. برديا د خپل ورور او د توطئه ګرو درباري اشرافو له نشتون څخه ګټه پورته کوي او پر پلاز کښېني او بې له ځنډه د ټولنې جوړښت په بدلولو پیلوي او د انقلاب تر کچې پورې بدلونونه رامنځ ته کوي. څنګه چې د هرودوت له ليكنې څرګندېږي د خپلې پاچاهۍ په اوو ـ اتوو مياشتو كې ډېرې زیاتې ښې کړنې تر سره کوي، داسې چې مړینه یې په ګرده كوچنۍ آسيا كې ملي ناورين ګڼل کېږي او عمومي ویر ورته اعلانېږي. هرودوت د بردیا د کړنو په لړ کې له پوځي اجباري خدمت نه د خلكو معافېدل او د درې كالو د مالياتو د بخښلو يادونه كوي، خو د بيستون ډبرلیکنه، چې د داريوش په فرمان توږل شوې، ښکاره کوي چې موضوع له دې خبرو لا زیاته مهمه وه:

د بيستون ډبرليكنه د ورشوګانو او د كرنيزو ځمكو او د منقولو شتمنيو یادونه کوي، چې داريوش بېرته اشرافو او جنګياليو (یانې د پوځ مشرانو) ته ستانه کړي دي ـ داسې ښكاري چې برديا د اشرافي كورنيو منقولې او غیرې منقولې شتمنۍ مصادره او بزګرانو او كروندګرو ته يې بخښلې وې.

ډبرليكنه د هغو بردګانو څخه غږېږي، چې داريوش بېرته جنګياليو ته ستانه كړي ـ داسې ښكاري چې برديا مرییتوب يا لږ تر لږه مریي وزمه كار په بشپړه توګه ملغى كړى و.

يو روڼاندي مورخ په خپلې رسالې كې ليكلي دي:

 

«په دې بهير كې خبره د شتمنيو او ورشوګانو مصادرې ته، د معبدونو سیزولو او د مالياتو بخښلو ته او د بيګار (برده وزمه كار) له منځه وړلو ته ورسېده (او دا ټول لږ تر لږه) د هخامنشي ټولنې په اقتصادي او ټولنيزو اړيكو كې د كړكېچ د شتون ښکارندوې دی.»

دياكونف هم ليكي:

 

«د ګئوماتا(او زما په باور د برديا)د كار له ختمېدو وروسته، داريوش له زیاتو پاڅونونو او مخالفتونو سره مخ شو. د دې پاڅونونو موخه د برديا د وخت د نظامونو بيا راژوندي كول وو، چې داريوش ټول لغوه كړي وو. لږ تر لږه درې پاڅونونه په ټوله مانا د ولسي غورځنګونو بڼه ونيوله. دا درې د فرادا پاڅون، فَروَرَتيش فرائورت پاڅون او د پارسي وهيزداته پاڅون و. داريوش د دې پاڅونونو په وړاندې سخت او خونړى چلند وکړ، لکه څنګه چې په بابل كې یې د بېلګې په توګه د غورځنګ درې زره رهبران او مشران یو وار په دار وځړول.»

 

وگورئ داريوش په خپله د فرورتيش د پای په اړه په دروغجنې ډبرلیکنې کې څه وايي:

 

«هغه يې په ځنځيرونو تړلی ماته راوست. ما په خپل لاس ورته پوزه او غوږونه پرې كړل او د سر له کاسې مې ورته سترګې راوویستې، هماغه شان یې په ځنځيرونو او هتكړيو کې زما په دربار كې وساته او ټولو جنګيالیو وليدو. له هغې وروسته مې فرمان وركړ چې په اكباتانه كې یې پر نېزې كښېنوي. همدا ډول مې هغه كسان، چېد نوموړي پلويان وو، د اكباتانه په كلا كې په دار وځړول.»

 

اصولاً دا لېونتاړه غچ اخيستنه او نه باورونکې داړنه په كافي ډول بربنډونکی ده او په ښه توګه د فرورتیش د غورځنګ پراختیا او اهمیت څرګندوي.

د تاريخ تحریفول اوږده مخینه لري. د انوشيروان په پېښه ټول پوهېږي او نه يې تكراروم. دې سړيخور حرامي له روحانيونو سره جوړجاړى وكړ، كه هغه د وروڼو پر ځاى پاچاهۍ ته ورسوي، د مزدكيانو ريښې به وچې كړي. په یو قول، چا ليكلي چې يوازې په يوې ورځ یې په ټول هېواد كې يو سلو ديرش زره مزدكيان په چل ول ونيول او له سره تر ملا پورې يې د آهكو په کنده کې نسکور ښخ كړل. دې كړنې داسې يوه كركه رامنځته كړه، چې د رژيم تبليغاتي ادارې د هغې د نښو نښانو له منځه وړلو لپاره لاس په کار شوې. هڅه یې وکړه چې د شوده ګۍ په نندارو، لکه د عدل ځنځیر او له داسې نورو سره د دې خونړي دېو څخه د عدل فرشته جوړه او جوړه يې هم كړه او داسې يې جوړه كړه چې وېې كړاى شول تاريخ د تل لپاره ګواکې دوكه کړي، لکه څنګه چې نن د انوشيروان نوم کله اورو، وغواړو كه و نه غواړو د عادل كلمه مو چټکه ذهن ته راځي.

 

زنده ست نام فرخ نوشيروان به عدل    ګرچه بسى ګذشت كه نوشيروان نماند

(ژوندی دی د نوشيروان مبارک نوم په عدل/ كه څه هم ډېره موده ده چې انوشیروان نور ژوندې نه دی)

 

خوارکی سعدي!

 

دا د داريوش او برديا پېښه په یاد ولرئ، چې بېرته ورته راستانه شوو.

بیروت سوځي، ته راته ګرانه یې!

۱ کله چې بیروت سوزېده او اور وژونکو یې سره کالي وېنځل او هڅه یې کوله، چې پر کټارو ناستې مرغۍ کړي آزادې ما په واټونو په سيزونکي ا...