اندېښنه
ګرانو دوستانو،
ستاسې په منځ کې شتون، له تاسو سره خبرې اترې زما لپاره
تل یو مغتنم فرصت او یوه ښه تجربه ده. خو کله چې سره راټولېږو، معمولاً یوازې د
سیاسي مسایلو په اړه خبرې کوو او که واضح ووایم، کوښښ کوو د هېواد د پېښو په اړه
وغږېږو او څه چې هلته تېرېږي، له خپل بنسټیز لیددود سره وتلو او ... دا کار ورو
ورو په یو رسم او عادت بدل شوی او تقریباً د یوه دود بڼه یې نیولې. زه په پام کې
لرم نن شپه دا رسم او دود مات کړم او خپلې خبرې له نورو ځایو پیل او یو بل ځای ته
ورسوم. غواړم د راتلونکي په اړه د خپلو اندېښنو په هکله وغږېږم. د همدې لپاره خبرې
مې په یوې لنډې پوښتنې پیلوم خود دې پوښتنې ته د رسېدلو لپاره اړ یم، لومړی یو څه
مقدمې جوړې او بیا یې زمینې چمتو کړم.
فكر كوم د دې زمينې جوړولو لپاره به ښه دا وي چې د بل هر کار پر ځای يو تاريخي حقيقت د بېلګې په توګه راواخلم، ويې څېړم، وړاندې يې كړم او له پايلې یې ګټه واخلم او د پام وړ پوښتنه د هغې په رڼا كې مطرح كړم.
دولس كاله مخکې دلته د «مهرګان» په
جشن كې، په نیویارک کې مې ولیدل چې دوستان د دې
جشن لامل «پر ضحاك باندې د كاوه بريا» ګڼي.
البته دا موضوع نه نوې ده او نه هم د حیرت وړ، ځكه په
رښتیا هم ډېري دوستان، هر چېرې چې دي، دا لفظي تېروتنه
كوي. زه دا موضوع د هماغې تاريخي بېلګې په توګه، چې
مې وويل، مطرح کوم او شنل او تحلیل یې په دوو برخو کې وړاندې کوم، وګورو
چې چېرې رسېږو.
د مهرګان جشن
مهر په لرغونې پارسۍ كې، په
اصل كې ميترا؛ كه سم يې تلفظ كړم ميثره و. او مهر يا ميترا يا ميثره
هماغه لمر دى. مهرګان هم چې په لرغونې پارسۍ كې
ميثرګانه تلفظ كېدو، د ژبدود له مخې يعنې
«لمر ته منسوب» مانا وركوي.
په خپله د ميثره يا مهر يا لمر په اړه بايد ووايم، چې
د ايرانيانو له اسطوره ايزو خدايانو څخه يو و او د ايراني اند د ځلېدو
يو څرګند او روښانه انځور ګڼل كېږي. د
دې اسطورې له مخې د لومړي ځل لپاره د خدای اند
او تصور یې د انسان په بڼه ځمكې ته راځي. كه ځیر
شئ وبه ګورئ چې دا هماغه بېلګه ده، چې وروسته مسیح ترې جوړوي.
د دې موضوع په څنډه کې اړینه ده د یوه ټکي یادونه وکړم، په دې هیله چې بابېزه
ونه ګڼل شي:
د مسيح د اسطورې اهميت په دې كې دى، چې هغه
(البته د مسيحيانو په باور) د خداى زوي دی – یعنې د
الوهيت یوه برخه ده. دا الوهيت ځمكې ته راځي؛ د
خداى يوه برخه له اسمانه ځمكې ته راځي، هغه هم د يو خاورين انسان په بڼه. له انسان
سره د انسان لپاره هلې ځلې كوي، له انسان سره د انسان لپاره درد
ګالي او په پای کې د انسان ژغورنې لپاره ځان قربانوي... موږ له هغه
ملنډیز مسيحيت سره کار نه لرو،
چې پاپانو، پادریانو او واتيكان سپڼلی، خو
د مسيح د اسطورې په فلسفي شننې سره دې ښایسته او ښکلي
پايلې ته رسېږو، چې انسان او خداى د يو بل لپاره درد ګالي،
کړاو زغمي او بالاخره د يو بل لپاره بلهاري كېږي.
داسې يوه اسطوره چې سخته ښايسته او پرتمينه او له مانا ډكه
ده.
لنډه دا چې ځمکې ته د خدای
د راښکته کېدو، په یوه دردمن غوښین، هډمن او په پوستداره قالب کې د خدای
تجسد او اسمان ته د مسيح د بيا ستنېدلو
موضوعات، ټول د مهر يا ميثره د بېلګې
له مخې جوړ شوي دي. د مهر د دود او د ميترايانو د اعتقاداتو له مخې، ميثره وروسته له هغې
چې د انسان په بڼه ځمكې ته راځي او د خاورې د بډاينې او د ځمكې د بركتي
کولو لپاره غوا حلالوي، بېرته اسمان ته ستنېږي.
دا هم د مهر په اړه څو خبرې، چې
مهرګان ورته منسوب دى.
خو مهرګان په اصل كې د خريفي كال يعنې د
مني كال پیل او مهمه ورځ وه.
دلته بیا ناچاره يم یو څه حاشیې ته لاړ شم او عرض وکړم چې زموږ
نيكونو د يوه لمريز كال پر ځاى دوه نيمایي کلونه،
یعنې خریفي یا د مني کال او ربیعي یا د پسرلي کال لرل، چې
بحث يې ډېر اوږد او نن شپه ورباندې نه غږېږو، خو په لنډه
او ټولیز ډول ویلی شم چې همدا ظاهراً کوچنی ټکی د هغو معتبرو
اسنادو په شمېر کې راځي، چې
ثابتوي آريايي قومونه د شمال د ډېرو لېرو سیمو نه بېلابېلو
ټاټوبو ته کډه شوي، چې یو یې ایران دی. د همدې لپاره د دې
قومونو كال په پيل کې په دوو برخو، په دوه
مياشتني دوبي او لس مياشتني ژمي وېشل کېده. څنګه چې پوهېږو دا
موضوع شمال قطب ته د نږدې سیمو سره تړاو لري. وروسته چې دا
قومونه په جغرافیايي لحاظ هر څومره ښکته راغلي، د
دوبی موده يې اوږده او د ژمی موده يې لنډه
شوې او خپلې كليزې یې سمې کړي دي. له دې سره یې بالاخره خپل کال په نژدې
دوو شپږ مياشتنيو برخو وېشلی، چې
پسرلنۍ برخه يې په نوروز او د مني برخه يې په مهرګان
پیلېدله ، دواړه ورځې یې په جشن لمانځلې.
د مهرګان جشن ورځ د بغياديش مياشتې، يعنې د بغ يا ميثره له مياشتې سره سمون
درلوده.د بغ كلمه په خپله په لرغونې پارسۍ
كې د مطلقو خدايانو په مانا وه، چې وروسته يې يوازې ميترا يا مهر ته اطلاق كړې ده. بخ هم چې د
بغ تصحيف دى، په روسي ژبه كې د خدای مانا لري. ښه
به وي ستاسو د معلوماتو لپاره عرض کړم چې د بغياديش مياشت د شُمس له بابلي
مياشتې سره معادله ده، چې هماغه شمس يا لمر دى چې د
زړې ارمني ژبې معادل یې هم
مهرګان دى چې بيا هم د مهرګان يا ميثرګانه تصحيف دى.
سغدي مياشته يې فغكان و، چې فغ هماغه بغ د خدای يا
مهر مانا لري او د چين پاچايانو ته يې هم له
همدې ريښې څخه فغفور يا بغپور ويل چې د خداى يا د
لمر زوی مانا لري او بالاخره زردتشتيانو
هم دا مياشت مهر نوموله، چې موږ يې نن هم كاروو.
البته دا په کرونولوژي پورې تړلي موضوعات
دي، چې د ژبپوهنې او توكمپوهنې
په شان له نورو علومو سره ظاهراً ګډې
ريښې لري او د يو بل په وسيله تأييديږي.
(د ظاهراً کلمه مې د دې لپاره وکاروله، چې زه په دې علومو
كې سوچه بې سواد
يم.)
څنګه چې ګورو، په هر حال مهرګان له
دې پلوه د ضحاك او فريدون او د كاوه
له پاڅون او له داسې نورو موضوعاتو سره
هېڅ تړاو نه لري. د
دويم كال د نيمايي برخې هغه جشن و، چې د نوروز په
اهميت یې لمانځلو او د مهر میاشتې له شپاړسمې (يا
د مهرګان له ورځې) د مهر تر يوويشتمې (يا د رام ورځې)
پورې، شپږ ورځې يې دوام کاوه. البته کېدای شي چې د ضحاك نسکورېدل له
همدې ورځې سره برابر شوی وي، خو داسې
يو برابرېدل لامل کېدلای نشي چې د دې جشن وجودي علت بدل كړي. د
ساري په توګه، كه چېرې ناصر الدین شاه یې د جمعې په ورځ وژلی وي، نو موږ ادعا
کولای نشو، چې هره جمعه له دې امله رخصتي ده چې ناصرالدين شاه
د جمعې په ورځ وژل شوی دی.
مخکې مې دې ټکي ته اشاره وكړه چې مسيحيت د مهرپرستۍ ټول آداب
او دودونه، لکه د تعمید غسل او د شرابو او ډوډۍ تقدیس كټ
مټ تقليد كړي دي، خو دا باید ورزیاته کړم چې د يو
شمېر كسانو په باور د ډیسمبر
د پنځه ويشتمې نېټې د جشنونو ریښې، چې وروسته د مسيح د كاليزي
په توګه لمانځل شوي، د مهرګان همدې جشن ته رسېږي.
اوس چې د مسيح د ميلاد خبره راپورته شوه، نو
دا ټکی هم باید په لنډه ووايم، چې
په خپله ميترايي ايرانيانو د مهرګان ورځ په ورته وخت كې د مشيا او مشيانه د زېږېدنې
ورځ ګڼله، چې د سامي اسطورو هماغه آدم او حوا ده، دا ټکی
په بُندِهِشُن کې(هغه
مهم كتاب چې د پخوانیو اعصارو راپاتې
دی) هم راغلى دی. په دې اړه نورې داسې
ډېرې خبرې شته چې ناچار يم پرې و نه غږېږم او ترې تېر شم. د بېلګې
په توګه دا موضوع چې آيا اصولاً مسيا يا میسا
(مسيح او مسيحا) هماغه مشيا دى كه نه، او دا ډول
نور موضوعات.
خو
راځئ، چې دوهمې مسئلې، یعنې د حضرت ضحاک قضیې ته ورشو:
ګرانو دوستانو! زموږ هېواد په
رښتيا یو جالبه هېواد دى.
زموږ په هېواد کې داسې اندیال سرداران
راپورته شوي چې زښت حيرانوونكي فكري او ټولنيز غورځنګونه يې هڅولي، ثمر ته
يې رسولي او كله يې هم تر بشپړې بریا پورې مخ ته بېولی دي. ډېر
انقلابي روڼ اندي زموږ د هېواد د تاريخ په
عجيبو پړاونو كې راپورته شوي، چې
د تاريخي لاسته راوړنو مطالعه یې هومره لویه ده چې ناباورېدونکې ښکاري.
د تاریخ تحریفول د ټولو بلوسګرانو یو ګډ
چال چلند دی. څه چې په پایله کې نن د تاریخ په نامه لرو، په خواشینۍ
سره د یو موټي درواغو او بابېزو پرته بل څه نه
دي، چې د بېلابېلو پېرونو درباري غوړه مالانو او چاپلوسانو اوبدلي.
دا د حقايقو تحریف او تور سپین او سپین تور ښودل تر
هغه کچې دي، چې تر ټولو ښه نیتي كسان هم تېر
باسلی شي.
د دې تاريخي تحریفاتو ډېره په
زړه پورې بېلګه د فريدون او كاوه او ضحاك پېښه
ده.
مخكې له دې چې پر دې موضوع تم شم، باید د اسطورې او تاريخ په اړه د يوې نکتې يادونه
وكړم: دا نکته د مطالعې وړ او د
بېلګو او شواهدو ډکه ده، خو زه باید ناچار په بیړه ترې تېر شم او دومره اشاره
وکړم، چې اسطوره يا ميت يو ډول افسانه ده، چې
كېداى شي يوازې د هيلو او غوښتنو پر
بنسټ د پخوانيو انسانانو د تخيلاتو زېږنده
وي او کېدای شي په واقعي نړۍ كې د تاريخي حقايقو ملاتړ
ولري، یعنې داسې بې منطقه او ماشومانه افسانه وي چې منځپانګه
یې له يوې تاريخې پېښې
سرچينه اخيستې وي او بيا يې د يو ملت په ذهني چاپېريال
كې یې وده او نوې بڼه يې موندلې وي،
لكه د ابراهيم بن احمد ساماني د ژوند لنډ تاريخ چې د بودا سيدهارتا له افسانوي ژوندليك
سره ګډ شوى او د ابراهيم بن ادهم په اسطورې بدل شوى دی. په
دې صورت كې كولاى شو په بېلابېلو سرچينو كې له پلټنې سره دا تاريخي حقايق ومومو، پر هغوې د
معرفت رڼا وشيندو او تور له سپین جلا او په منځپانګه
يې پوه شو؛ د ضحاك اسطوره بيا هم د دې موضوع يوه روښانه
بېلګه ده.