ورځ به شي
ته به راته پکې ګرانه یې
ورځ به شي
اندېښنه مه کوه،
چې پسرلی دی ځنډېدلی
وېرجنه مه اوسه
که باران دی ودرېدلی
رنګ به بدل شي حتماً د اسمان
سپوږمۍ به راستانه شي خپل
مدار ته.
ورځ به شي
ورځ به شي
هغه ورځ به پوه شم،
چې تمدن ولې ښځینه دی
شعر ولې ښځینه دی
عاشقانه لیکونه ولې ښځینه
دي
ښځې چې مینېږي
ولې په مرغۍ
په
رڼا
په اور
بدلېږي!
ورځ به شي
د بدویت جامې ګوځارم،
چې
زده د خبرو اترو آر کړم!
ورځ به شي
هغه ورځ
به د انحطاط دوره خوشې کوم
تا ته ښکلي کلیمات لیکم
د کلیمو له بریدونو تېرېږم
د کلام شیشه ماتوم!
ورځ به شي
هغه ورځ مې احساسات رهبري کومه
د غرور سر مې پرې کومه
د قبیله ای تعصب میراث مې له دننه پرېمنځمه
د پاچايانو پر ضد بلوا
کومه.
ورځ به شي
سرتېري مې رخصتوم
آسونه مې خوشې کوم
فتوحاتو ته مې د پای ټکی ږدم
او خلکو ته اعلاموم:
ستا د سترګو ساحل ته رسېدل
ده بریا
له
ټولو
ستره!