زه د هغه
ناعادلانه حکم پر ضد مبارزې ته ادامه ورکوم، چې په اړه مې صادر شوې. شاید په دې
بریالی شم یوڅه خطرناکې افسانې له مینځه ویسم، هغه افسانې چې زموږ په فکرونو تپل
شوي دي. د مثال په توګه په محکمې یا زموږ په قضايي پلاوي کې د بې پرېتوب له حقه د
برخمن کېدلو افسانه؛ له خپل ځان نه د دفاع حق لرلو افسانه؛ یا اصلاً د یوې سالمې
محاکمې د حق لرلو افسانه.
تقریباً دا
ټول یې واقعي حقونه نه دي، بلکې د شتمنو او ځواکمنو امتیازات دي. د بېوزلو او نیستمنو
لپاره دا د صابون د هغو حبابونو په څېر دي، همدا چې ورسره د انسان لاس ولګېږي او وغواړي
د ځان لپاره یې په یو مادي او واقعي شي بدل کړي، چوي.
دا تمه هم
نشته، چې رسنۍ دې په دې هکله خبرونه خپاره کړي. رسنۍ څه کولای هم نشي، ځکه چې د
رسنیو او حکومت ګټې او همدا ډول د لویو کنسرونو ګټې، چې د دې دواړو د خدماتو له
امله په پښو ودرېدلي دي، سره ډېرې نژدې او
له یوبل سره غوټې شوې دي.
خو زه کولای
شم دا کار وکړم.
زه به دا
کار وکړم، ان که مجبوره شم د مرګ تر سیورې لاندې تر سره کړم.
د مرګ د
انتظار له بندېخانې څخه
مومیا
ابوجمال، د ۱۹۹۴ کال ډسمبر