۱۵.۱۰.۰۳

د تاریخ ښوونکی چا ووژو؟

۱

ښادي راشي له کومه،

کله مو چې رنګ د خوښې تور

کله مو چې ځانونه تور

فکرونه مو تور

منځ مو تور

ان سپینوالی راله

توروالي ته نږدې دی!

۲

ښادي راشي له کومه،

کله مو چې د ژوند ټولې پېښې

د استبداد سریال:

هېواد استبدادي

هجرت استبدادي

رسمي ورځپاڼې استبدادي

مخفي پولیسان استبدادي

مېرمن استبدادي

او له یوې ښایسته ښځې سره مینه

استبدادي...!

۳

ښادي راشي له کومه،

کله چې د ماشومانو پر کالیو

د کربلا وینه بهېږي...

اند،

زموږ په ټاټوبي کې

ناولې له بوټانو

ښځه و شهوت

په نړۍ کې مو د موخو نڅوړ.

۴

 ښادي راشي له کومه،

له هماغه ورځ چې په غرناطه کې

د ښځو پر سر

یو له بل سره

لاس و ګرېوان شوو

ملت وپاشېد

حکومت له لاسه لاړ

او هېواد له قفسه والوت!

۵

زما د ټاټوبي تر ټولو دنګه ونه

د کینې ونه!

۶

حیران یم،

چې په ټاټوبي کې مې

هر ګل په خپل واده کې

د ویر جامې اغوندي.

۷

موږ تلپاتې ملت نه لرو

                         نه حکومت

                                     یو له بله یوو بېل...

۸

څه چې لولو

«ورځپاڼې» دي که د مړو تابوتونه؟

یا د ویر او غم بلنه؟!

۹

لیکنې مو اقتباس

غږونه مو د نیکونو له مرۍ...

۱۰

له «یو زرو یوې شپې»* یمه بېزاره

بېزاره چې د «شهرزاد» په غېږ کې

 د لیوني په شان

ویده شم.

۱۱

ښادي راشي له کومه،

کله چې ماشومانو مو

لا شنه زرغونه لیدلی نه ده!

۱۲

ښادي راشي له کومه،

له کومې ورځې چې له فلسطینه راووتلو

د لیمو او مندتې له حافظې راووتلو

په ایرو واوښتولو.

۱۳

هغه ورځ مو چې د بیروت سیند پرېښود

د میندو سینې مو پرېښوې

د یادونو ګلونه مو پرېښول

خپل د آزادیو کورونه مو پرېښول

د تولد کارتونه مو پرېښول.

۱۴

موږ یو بل وخوړل

اوس به زموږ عذر

 ماهیان او ملخان ومني؟!

۱۵

په ټاټوبي کې مو

ان د خدای جامې

لیلامېږي!!

۱۶

ښادي راشي له کومه،

هره مرغۍ چې راوالوځي خوا له

سر یې پرې شي

هر پیام وړونکی چې راغی

سر یې پرې شو

هر مصلح

هر نوښتګر

هر لیکوال

 هر شاعر،

چې راغی

د شعر پر بالښت یې

سر له تنه پرې شو!

۱۷

زما په ټاټوبي کې د هوا بدلېدل

حرام!

د مېرمنو  پر سترګو رانجه وهل

حرام!

د شعر ځاې پر ځای کول

حرام!

د فعلونو و نومونو صرفول

حرام!

حرام!

۱۸

په درېمې نړۍ کې اربابان

د مرغیو له چغېدو

د ګلونو د وږمې له خورېدو

د کوترو د غومبر له اورېدو

ډارېږي

که سیند

ډېر وغږېږي

زندان یې ځای وي!

د درېمې نړۍ اربابانو ته ده سخته،

چې له اند سره پخلا شي

         قلم ومني!

لېوه کوي چېرې

له پسونو سره پخلاینه؟

۱۹

موږ په تېرو دورانونو کې

په شعر، په بیان

په  بدیع او وینا کې

مخکښ وو

خو اوس مو دنده د لکینو

             څيرول!

۲۰

د پوهنې او کلتور لومړنۍ ماڼۍ

 جوړه کړې وه مامون

                            پخوا

تر هغه وروسته راغلل

د وژنې په حرفې کې

د زندان جوړونې په مهندسۍ کې

                       متخصصه واکمنان

                                                   بیا

۲۱

په ماشومتوب کې مې

د ویاړ،

انساندوستۍ،

عزت،

سرلوړۍ،

ملتیا،

سخاوت او زړورتیا

زرګونې کیسې وې لوستلې

خو کله چې شوم لوی

 شوم پوی:

چې په تاریخ کې مې لوستلي نیمايي،

هسې خوشې ګنګوسې وې!

نزار قباني



*  یو زرو یو شپې، چې  په عربي کې د الف لیله و لیله هم یادېږي، د عامیانه داستانونو یوه ټولګه ده چې په اوږدو پېړیو کې راټول شوي دي. اصلي داستان یې د «پاچا» (شهریار) او د ملکې (شهرزاد) په اړه دی. پاچا د خپلې مېرمنې له خیانت وروسته پرېکړه کوي چې هره شپه له یوې انجلۍ سره واده وکړي او په سبا یې ووژني. شهرزاد د یو وزیر په ځیرکتیا سره هره شپه پاچا ته یوه کیسه کوي او کیسه نیمه پرېږدي، چې پاچا د اورېدلو لپاره یې هغه ژوندۍ پرېږدي. دا لړۍ یو زر او یوه شپه ادامه مومي او... پ.ژ.

بیروت سوځي، ته راته ګرانه یې!

۱ کله چې بیروت سوزېده او اور وژونکو یې سره کالي وېنځل او هڅه یې کوله، چې پر کټارو ناستې مرغۍ کړي آزادې ما په واټونو په سيزونکي ا...