د نِزار قبانی اند
- که له ګډون مو موخه دا وي، چې کله شعر لیکم، ګوتې مې ولس خوځوي، دا سمه نه ده.که هدف مو دا وي چې د ولس ستونزې، اغېزې او تاثرات او د هغوی احساسول، د هغو آسونو په څېر، چې د باران ورېدو مخکې د ورښت پر بوي پوهېږي، نو بیا سمه ده.
- زه وړې او غټې تجربې نلرم.هره وړه تجربه مې په ورته وخت کې د ګردې نړۍ تجربه ده.کله چې له خپله ویره غږېږم، د ټول جهان وير په پام کې لرم.که ګمان کوئ، چې د شاعر وړې تجربې له بله برزخه راځي، نو تېروتی یئ.ځکه شاعر د ټولنې او ټاټوبي، د تاریخ او کلتور، د روحي او جسمي میراثونو برخه ده. هره کلیمه چې لیکي، په خپلو څنډو کې ټول انسانیت رانغاړي.
- له عاشقانه څخه سیاسي شعر ته اوښتل، بې له شکه ګټوره سوداګري نه ده.د اغزنو سیمونو په پرتله د مېرمنو په لېمو کې بیدېدل ډېره هوسا او له امنه ډکه ده؛ د عطرو سوداګري د سرکې له سوداګرۍ ګټوره ده. زموږ په هېوادونو کې هوښیار هغه دی، چې د سیاست کوهي ته نه دانګي. د عشق هېواد تر ټولو نېکمرغه هېواد پاتې کېږي او ډاډه ووسئ که ځواک مې لرلی، چې د اوږدې مودې لپاره د عشق پر ټاټوبي خپله واکمني وساتم؛ د خپل عرش او رعیت د پاېښت او ننګې لپاره مې هر ډول امکانات لرل.
- ټینګار کوم چې له هر څه ډېر زه سیاسي شعرونو له پړي راځوړند او پر صلیب وهلی یم. د عربو هېوادونو له نیمایي زیات واکمنان زما د سیاسي شعرونو په اړه غلیمانه لید لري، ما رټي او خپلو هېوادونو ته په داسې حال کې زما د کتابونو مخه نیسي، چې د میني شاعر په توګه یې نازول او په غېږ کې یې نیول.دا راته شوني وه چې د باطنیونو او ډارنو په څېر د تقیې له آره پیروي وکړم. خو ما په اور کې په بودايي توګه مړینه غوره کړه، ځکه ایمان لرم چې لیکل په خپله یو ډول شهادت دی او حقیقي شاعر هغه څوک دی چې د خپلو کلیمو په تورې وژل کېږي، څنګه چې سقراط او حلاج ووژل شول.
- زه د شاعر په توګه همېشه خپله لاره د خنجر په تېره اړخ انتخابوم او ګمان کوم چې د خنجر پر تېرې خوا بیده کېدل، نه هوسا او نه هم د لېوالتیا او رغبت وړ خوب دی.
- په کومه مینه چې ما تړي، هغه نه ده چې د ښځې د بدن جغرافیه یې محدودوي.زه په داسې تنګ مرمرین قبر کې مېشته کېدل نه منم. ښځه له لویو وچو یوه ده، چې هلته مې سفر کړی، خو ټوله نړۍ نه ده.
زما مینه په خپله غېږه کې ټول ژوند رانغاړي، دا مینه په خاوره کې، په اوبو کې، د مبارزینو په ټپونو کې، د ماشومانو په سترګو کې، د زده کوونکو په اعتصابونو کې او د قهرجنو په قهر کې ځای لري. ښځه، زما د اوږده مزل له تمځایونو یو تمځای او له بندرونو یو بندر دی، چې یوه ورځ یې ماته اوبه او ډوډۍ، عود او وریښم راکړل، خو نور بندرونه هم شته، چې بېړۍ مې ځان ته راکاږي.
ښځه، یوه ورځ زما په لاسو کې یو ګُل او په ګوتو کې مې یوه ګوتمه وه.هغه خوږ ویر و، چې سر یې زما پر بالښت ایښودو، خو وروسته په یوې وژونکي تورې بدله شوه.
ښځه زما لپاره د مالوچو مېنځ کې د طلا سکه، په حرمسرای کې منتظره وینځه او کومه مسافرخانه نه ده، چې بکسونه په کې کېږدم او ترې لاړ شم. زه ښځه د انقلاب ټاټوبی او د آزادي بخښوونکو لاملونو یو لامل ګڼم. زه د مېرمنو مسئلې اوس د هغه آزادي بخښوونکو جګړو له مسئلو سره مرتبطې ګڼم، چې عربي نړۍ ورسره لاس او ګریوان ده. زه د دې لپاره لیکل کوم، چې ښځه د خلیفه ګانو له غاښونو او د قومي سرکرده ګانو له نوکانو وژغورم. له پخلنځي او دسترخان یې وژغورم او د عنتره او ابو زید الهلالی له تورو یې آزاده کړم.
- د ژوند او هنر بریالی اړخ مې سیاسی ژوندون دی، چې شعر او ښایسته فرهنګ یې راته بډایه کړی دی.
- شعر د پاکسرشتو په لور درومي، څوک چې جامې ونلري، قصیده اغوندي. شعر اصلاً د انیشټین په خوا نه ورځي. کله چې خلکو ته شعر لولم، مخکې له دې چې سالون ته راننوځي،د هغوی معتبر علمي سندونه او درجې نه ګورم.
- که انګېرئ چې زه له داسې یو ملت سره اخته یم، چې کمپوهه او کمکلتوره دی، نو د انقلاب په پیل کې روسان هم همداسې وو، خو دا د پوشکین او مایاکوفسکي د ژبې د نیمګړتیا لامل ونهګرځېد.
- د عرب ملت زما جبر دی، دنده مې ده چې ورسره واوسم، شعر ورته ووایم او لیکل ورته وکړم. که په تمه پاتې شم، چې د ابوظبی کلتور هارواردي کلتور شي، دا زما په اند د شعر، حقیقت او تاریخ په وړاندې توطئه ده.په سوډان کې لس زره کسان ما ته غوږ وو، د انګورو د تورو ګونګورو په شان د ونو له څانګو راځوړند وو، غوښتل دې وې باسم، ځکه جلابیې یې پر ځان وې؟!
خو هغه روڼاندي، چې غواړی د شعر مخاطب وي، څوک دي؟ آیا ډاکټران، مهندسان، د بانکونو مدیران، د شرکتونو مالکان او د قراردادیانو په شان فارغ التحصیلان دي که وزیران، مدیران او کارکوونکي؟
د کتاب وېشنې شمېرې ثابتوي، چې پورته یاد کسان ان یو کتاب هم نه لولي او نه هم کتابتون ته ځي.د هغوی فرهنګي سطحه د ورځپاڼو او تلویزیوني سریالونو په سطحه ده.
- له ما غواړئ، د سکرو په کان کې پاک پاتې شم او جامې مې خېرنې نکړم. رانه غواړئ، په داسې ټولنه کې سپېڅلې پاتې شم، چې سپېڅلتیا نه پېژني. رانه غواړئ، مینه د اولیاو او قدیسانو او د کرامه اصحابو مرتبو ته ورسوم. دا زما د انسانیت پر ضد ده.
زه د هغه قبیلې یو تن یم، چې له ښځو سره په نوکارو او چیچلو مینه کوي. د قبیلې له میراثه او د جاهلانه عشق له شریعته د خلاصون لپاره ډېرې مودې ته اړتیا لرو.
-عربي انقلاب د فکر او جسم، د شکل او ماهیت بدلون باید یوځای په پام کې ونیسي.کوم انقلاب چې یوازې فکر په پام کې ونیسي، بېله دې چې جسم ته توجه وکړي، هغه انقلاب به نیمګړی وي.جسم اجرايي وزله ده او که د دې وزلې ګردښت سمبال نشي، پایله به یې هېڅ وي.د بېلګې په توګه د چین انقلاب د صیغې دود له مینځه ویوړ او دمګړۍ هېڅ پلار پر هېڅ هانګ کانګي مرییوال خپله لور نه پلوري. همدا ډول دې انقلاب د هغه رواج جرړې وچې کړې، چې د جینکو پښې به یې په اوسپنیزو قالبونو کې ايښودلی، چې له کوره ونه وځي. د چین د انقلاب معجزه په دې کې وه، چې په ټوله مانا یې له بودا او کنفوسیوس سره خپل تړاو پای ته ورساوه او د دې انقلاب مخکښانو دا ګړندي بدلونونه په خپلو رسمي آرونو بدل کړل؛ د همدې لپاره د نوي چین په شعور کې اجدادي اروا نوره ځای نلري.
خو زموږ انقلابونه له ټولو لارښوديزه آزادي غوښتونکو شعارونو او له ټولو هغو مخکښو آرونو سره سره، د ډېر حساسیت او مذهبي جرړې له امله د جنسي مسئلې له حله ډډه کوي او د همدې لپاره له ملنډیزو تضادونو سره مخ کېږي....
له مارکس څخه غږېږو، خو بیا هم له تورې ږیرې او له زرغونې چپنې سره یو بدوي راځي، حرز او تعویذ مو غاړې ته اچوي او خپل کرامات را زده کوي!!!
- د ښکېلاک نقشه دا وه چې هند د خوراکي مسالو او طبي بوټو، مصر د مالوچو، سیلان د چایو او چین د وریجو او اپیومو تولیدونکي پاتې شي...
- که ونشو کړای له چوپاني ټولنې څخه کمپیوټرې ټولنې ته واوړو، جنرال موټورز او وال سټریټ او د راکفلر او فورډ کورنۍ به تر اجله پر موږ واکمنې پاتې شي.
- زما په اند د عربي انسان د بشپړې جغرافیې بدلون او بیاجوړېدنې ته انقلاب وايي. عربي عقل کړکیچن دی، ځکه له عمله او اغېزې پاتې دی. هغه دړې ته ورته دی چې په کوفي خط لیکل شوې او له ځانه بېزاره ده. د عربو انقلابيانو دنده ده چې پر نوي کاغذ بېخي نوي څه ولیکي، ځکه پخوانی کلام د خپلو ټولو دلالتونو او رموزو څخه جلا شوی دی.
خو له کومه یې پیلوو؟
له پیریانو یې پیلوو که له ماشومانو، له بېفکره فکرونو که له بېشکله شکلونو، له هغو پاکذاتو، چې لا زموږ په موعظو او منقولو اقوالو زهرجن شوي نه دي، له هغو ټولو بېګناهانو یې پيلوو، چې کوپړې یې لا بڼه موندلې نه ده او ملاګانې یې لا محدبې شوې نه دي؟
پر انقلابي فکر ده، چې د خپل نوم وړتیا ومومي او د بولدوزر د پله په شان د دې سيمې هغه ویجاړې پاکې کړي، هغه ډېرې شوې خځلې وغورځوي، چې د انحطاط له پېرونو راپاتې دي.
انقلابي لیکنې انقلابي انسانان پنځوي. لیکنه او انقلاب سره لازم او ملزوم دي.که په دې سیمه کې د هر انقلابي نظام اصلي موضوع عربي انسان وي، نو د مخاطبولو لپاره یې باید نوې بڼه رامینځته کړو...
- د ټولو انقلابونو، چې لمبې وهي او یا په راتلونکی کې به یې لمبې پورته شي، دنده ده چې لیکوالان د انقلاب برخه وګڼي او د بدلون لپاره یې یاران او شریکان وشمېري. د انقلاب او لیکوالۍ تر مینځ هر ډول ټکر، چې اوس په ځینو عربي انقلابي نظامونو کې لیدل کېږي، د دواړو هممهاله مرګ له ځان سره لري.
-شعر یوازې یوه طبقه لري، چې ورته غوږ ږدي، لولي او ورڅخه اغېزمن کېږي. شعر هغه اورګاډی نه دی، چې «فرسټ کلاس» یې له دویم، دریم او نورو بېل وي. ټول هغه کسان، چې د شعر په اورګاډی کې مزل کوي، یو شان څوکۍ او یو ډول امتیاز لري.
زه، هر چېرې چې وي او هر ډول چې وي د یو شاعر په توګه د شعري پرولتاریا په کتار کې ودرېږم، یانې د ولس په کتار کې.