د نړۍ د کاتولیکانو رهبر، دویم پاپ ژان پل په ۱۹۹۸ کال کې کوبا ته د سفر په ترڅ کې له فیدل کاسترو سره د لیدني پر مهال کاسترو ته وايي:«آیا تاسې پر کلیسا ایمان لرئ؟» فیدل چې د پاپ په نیت پوه شوی و، په ځیرکتیا ځواب ورکوي:«آیا تاسې په خپله په خدای ایمان لرئ؟»
پاپ چې له دې ځوابه ټکان خوړلی و، د څه شېبې چوپتیا
وروسته وايي:«عادي خلک په خدای ایمان لري، څنګه شوني ده، چې زه د عیسی مسیح د
ځایناستي مقام کې په خدا ایمان ونلرم؟»
بیا کاسترو وايي:«ډاډه شوم، ځکه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چې
امریکا کوم پوځي تېری کوي او انسانان وژني او تاسې یې په اړه چوپ یې او د دې جنایتونو
په وړاندې غبرګون نلری او د نړۍ له ستمځپلو ننګه نکوئ، انګېرل مې چې ګواکی تاسې بې
خدا یې»!
پاپ چې د کاسترو له څرګندونو قهرېدلی و او دا وینا یې د
ځان او د کاتولیک کلیسا پیروانو ته سپکاوی ګڼو، وی غوښتل چې له کاسترو سره خپله
لیدنه نابشپړه پای ته ورسوي او لاړ شي. خو کاسترو هغه زغم او پاتې کېدو ته راوبلو
او په خطاب کې ورته وویل:«که تاسې ځان په ځمکه کې د عیسی مسیح استازی ګڼئ او
باورمن یئ چې په نړۍ کې اوه سوه میلیونه پیروان لرئ او د نړۍ زیات رهبران د امریکا
د ولسمشر او د دې هېواد د چارواکو په ګډون په تاسې ایمان لري او ستاسې مقام سپېڅلی
ګڼي، له هغوی وغواړئ چې له جګړه ایزه لګښتونو لاس په سر شي او له بېوزلۍ سره د مبارزې
او د انسانانو ژغورنې لپاره یې وکاروي.
پاپ ځواب ورکړ:«کلیسا په سیاست کې لاسوهنه نکوي»!
او دلته کاسترو وروستې خبره وکړه او پاپ ته یې وویل:«که
کاتولیک کلیسا له اوه سوه میلیونو کسانو سره په سیاست کې لاسوهنه نکوي او د خلکو
له برخلیک او له هغه بلا سره، چې لودیځ امپریالیزم او پانګوالان یې د دریمې نړۍ د
هېوادونو د بېوزلو پر سر راوړي څه کار ونلري، نو بیا داسې یوه کلیسا یو فانتزي او
تشریفاتي رول لري او د نوي کال د جشن، یا هالوین او یا د منندوی ورځ او دا ډول
تشریفاتو په شان ده او داسې یوه کلیسا زما له ایمان سره څه کار لري؟ البته چې زه
پر داسې کلیسا ایمان نلرم، ځکه د فانتزۍ او تشریفاتو لېوال نه یم»
له دې لیدنې وروسته، پاپ ژان پل، روم ته په رارسېدلو سره
خبریالانو ته وویل:«که څه هم کاسترو پر کلیسا ایمان نلري، خو زما په خیال هغه د
خدای د عنایت وړ انسانانو له ډلې دی.»