۷.۱۰.۰۳

زما اندېښنې (شاملو) ۳

 د ضحاك قضيه څه ده؟

راځئ وګورو چې د ضحاک قضیه څه ده:

زما دوست، ښاغلی حصوري، چې یو ارزښتمن څېړونکی دی، په یوې مقالې کې د ضحاک د اسطورې په اړه لیکي:

جمشید ټولنه په طبقاتو ووېشله: د روحانیونو طبقه، د اشرافو طبقه، د سرتېرو طبقه، د کسبګرو او کروندګرو طبقه او داسې نور. له جمشید وروسته ضحاک واک ته رسېږي او له ده وروسته، فریدون، چې د آهنګر کاوه له پاڅون سره پاچاهۍ ته رسېږي، لومړنی کار چې کوي د جمشید دورې ته د ټولنیزو طبقاتو ستنول دي. د فردوسي په وینا، فریدون څنګه چې پاچاهۍ ته رسېږي په ښارونو کې ډنډوره اچوي:

     سپاهي نبايد كه با پيشه ور                             به يك رو جويند هر دو هنر

(پوځي نه ښايي چې له كسبګر سره / په یوه ډول د هنر په لټون شي)

يكي كارورز و دګر ګرزدار                             سزاوار هر دو پديد است كار

(یو کارګر او بل ګُرزدار/ د دواړو لپاره جوړ دی  وړ کار)

چون اين كار آن جويد آن كار اين                پر آشوب ګردد سراسر زمين!

(که دا د هغه او هغه د دې کار په لټه شي / ګرده ځمكه به له بلوا ډكه شي)

 

دا ښکاره كوي چې ضحاك د خپل سلطنت په پېر كې، چې د جمشيد او فريدون د پاچاهۍ تر مینځ و، په ټولنه کې طبقات له منځه وړي وو. البته د دوه درې زره كاله وړاندې ټولنې د طبقاتي وېش په اړه موږ ځېنې معلومات لرو. دا طبقه بندي، نه يوازې د ايران د لرغونې ټولنې ځانګړنه وه، بلكې نوى اوستا، چې متن يې په اختیار کې لرو، د دې طبقو شتون تاييدوي.

د ضحاك اسطوره په كومې بڼې چې موږ ته رارسېدلې، جوته ده چې د هغو كسانو د ذهنونو پنځونه ده، چې د طبقاتي نظام له ګټو برخمن وو. له دې پرته، ولې باید هغه طبقات، چې د ټولنې د هرم قاعده جوړوي، هیله ولري چې په اصطلاح د فریدون په نامه یو تن راشي او دا پرګني دې بېرته هماغه طبقاتي تروږمو ته ستانه کړي؟ ولې دا پرګني باید د طبقاتي نظام په راستنېدو په زړونو کې ګوړې ماتې کړي؟

دوه حالتونه کېدای شي:يا د اسطورې پنځوونکی له شتمنې طبقې څخه وو (چې دا ډېر لېرې ښكاري) او يا د اسطورې ضبطونکي (څه فردوسي، څه هم د خودای نامګ[1] مصنف، چې د شاهنامې اخځليك دى) چل وهلى؛ هغه اسطوره چې د بېوزلو طبقو د هيلو ښكارندويه وه، په داسې بڼه يې اړولې چې په شاهنامه كې یې ګورو او په دې توګه یې د ځان او خپلې طبقې  له ګټو په صادقانه توګه دفاع کړې ده. طبيعي ده د هغه چا په نظر، چې د طبقاتي نظام له ګټو برخمن وي، ضحاك بايد وغندل شي او د بدمرغي او له ټولنیزو حقونو بې برخې کسبګر، کاوه، انقلابي رسالت باید د بري په درشل كې پاى ته ورسېږي او د ولسونو د شوده کولو او د پاچا او ولسونو د نه شلېدونکي پيوستون د نښې په توګه يوازې د آهنګرۍ يو ټوټه څرمن يې د سلطنتي بيرغ بڼه غوره كړي او د فريدون، چې پخواني نظام ته د ټولنې ستنوونکی او د طبقاتو د یوځای کېدلو مخ نیونکی و، باید درناوی او تکریم وشي.

حضرت فردوسي د ضحاك په پاچاهۍ كې د نوموړي د ټولنيزو اقداماتو يادونه نه كوي او یوازې په دې بسنه کوي چې مخکې له مخکې یې وغندي او بې له دې چې موضوع ووايي او د خپل زړه خبره وکړي، بیچاره ضحاك سپک سپاندوي؛ دوه ماران ورته په اوږې زېږوي، چې د آرامولو لپاره یې ناچاره دی چې د انسان د سر ماغزه ورباندې وخوري. اوس نو لاړ شئ د دې ملنډو په اړه له فردوسي وپوښتئ، چې ولې بايد د دې مارانو د خوراك لپاره د انسانانو سرونه غوڅ كړي؟ ولې يې د مړو د سرونو په ماغزو ګوزاره نه کوله؟ په هر حال، د ژوندي انسان د ماغزو پیدا کولو لپاره لومړى بايد هغه ووژني، که داسې نه ده؟ څه وکړو قلم د غلیم په لاس كې دى! که تاسې د ضحاك د پاچاهۍ په اړه د شاهنامې په لوستلو بسنه وکړئ، مطلقاً په اصلي قضيې باندې نه پوهېږئ او یوازې ګورئ چې یو بابا راغلی پر تخت کښېنستلې، پر اوږو یې مارونه دي او د دې لپاره چې ماران یې ونه ځوروي، ناچاره دى د ځوانانو د سرونو ماغزه ورکړي. خلك له دې ربړونې تنګېږي او انقلاب كوي او پلاز یې ړنګوي او پر ځاى يې فريدون پر تخت كښېنوي او د انقلاب اصلي اتل هم يو پښ دى، چې د پښتوب یوه ټوټه څرمن یې د لرګي په سر ټومبلې ده. البته داسې فكر ونكړئ چې فردوسى عليه الرحمه نه پوهېدو چې د انقلاب لپاره لازمه نه ده چې هرومرو يو شی په لرګي وټومبل شي؛ خو دې يوې ټوټې څرمنې ته یې وروسته اړتیا لرله، چې باید د لوټمارو او لوټ شویو د طبقاتي پیوستون په نښه د کاویاني بیرغ په توګه ورپول شي!

كله چې د فريدون پاچاهۍ برخې ته ورسيدئ، په دې شرط چې له مطلب نه سرسري تېر نشئ، نو ايله به خبر شئ: لومړى دا چې د بېچاره ضحاك پر اوږو ماران يوه پلمه وه او څه چې فردوسي له تاسو پټ كړي او په خپل وخت یې غږ نه دی ایستلی، د ضحاک طبقاتي انقلاب دى؛ او دويم دا چې په ډېرې حيرانۍ دې پايلې ته رسېږئ چې د ضحاك د دوران، اتل پښ، يو شوده، بېړا او د بېوزلو طبقاتو ګټې ته يو خاين دی!

په دې موضوع اوس کار نلرو چې د ضحاك په وړاندې د خلکو پاڅون عملاً د اشرافي ټولنې له قيد او بند څخه د خپلو ګټو پر ضد د آزاد شويو ولسونو پاڅون دى او په حقيقت كې هغه كودتا ده، چې ځپل شويو اشرافو د هغو لومپنانو او اوباشانو په لمسونې سره د ضحاك په وړاندې په لاره واچاوله، چې ضحاک ورته زور خاورې کړی و. پوښتنه دا ده چې د پاڅون له بریا وروسته ولې پاچاهي فريدون ته سپارل كېږي؟ يوازې د دې لپاره چې فريدون له سلطنتي كورنۍ څخه دى او د فردوسي په وينا شاهنشاهي پرتم لري، يعنې په رګونو کې یې سلطنتي وينه بهېږي! (دا بنده مطلقاً د دې ډول وينې له كيمياوي فورموله اطلاع نلري)!

دا په اصطلاح شاهنشاهي برم هغه موضوع ده چې فردوسي ورباندې تل ټينګار كوي. په دې باور د هغه تعصب کول، چې عادي خلك د ټولنې د رهبرۍ مقام ته د رسېدلو وړ نه دي، شايد د انوشيروان په داستان کې په ښه توګه څرګند شوی وي:

قباد له اصفهان څخه د تېرېدلو پرمهال یوه شپه د يوه بزګر له لور سره تېروي او كلونه وروسته خبرېږي چې له شاهنشاه سره د يوې شپې بیدېدلی ښځې ورته يو زرين اوربله زوی زېږولی، چې وروسته انوشيروان نومول كېږي او پاچاهۍ ته رسېږي. داسې نو چېرې کېداې شي؟! مګر شوني ده چې يو جمجاهي* پاچا له يوې طلاقۍ نه، چې د پاچاهي وينه په رګونو کې نلري او له طبقاتې پلوه یوه بقاله ده، نړۍ ته راغلی وي؟! همدا دی چې واردمخه په يو ډول د انجلۍ توكم څېړل کېږي او بې له ځنډه كشفېږي چې د اندېښنې ځای نه دی، انجلۍ د جمشید له وينې او خټې او د پاچاهانو وينه په رګونو كې لري!

د فردوسي د شاهنامې په ټولو تاجدارانو كې ضحاك يوازينې كس دى چې ویلی نشي:

 

منم شاه با فره ی ايزدي                       همم شهرياري، همم موبدي

              (زه یم د خدایي پرتم لرونکی پاچا /  هوډ مې پاچاهي، هوډ مې موبدي)

 

ښاغلى حصوري په دقيقه توګه دې ټکي ته اشاره كوي:

 

«له هغه ځايه چې په ټوليز ډول دا پېر د هغو الهي اړخونو څخه جلا دی، چې نورو پېرونو ته يې وركړى، نو بايد ومنو چې یو انساني پېر دى...

ضحاك د اسطورې د پنځوونکي په نظر دومره ناپاكه راڅرګند شوى، چې ان د آژى دهاك (ياښامار) ايراني لقب او بيوراسب ايراني نوم ته يې هم پام نه دى كړى او يوځلي يې غیرايراني او په ځانګړې توګه عرب ګڼلى او په خپل ګمان یې دا رټه د ايرانيانو له لمنې پرېمینځلې، چې خدای مه کړه يو ایرانی هم د طبقاتي نظام په شان د یو سپېڅلی چارې په وړاندې راپاڅېږي!»

 

او دا په خپله ثابتوي، چې ضحاك د پاچاهۍ او ان د درباري اشرافو له کورنۍ نه دى، بلكې د ولسي پرګنو له منځه راپورته شوى.

که په تاريخ كې د ضحاك د اسطورې پل وڅارو، دې حقيقت ته رسېږو چې د فردوسي ضحاك كټ مټ هماغه غاصب ګئومات دى، چې داريوش له برديا جوړ كړى و. كه تاسې د ضحاک په اړه هغه څه ته چې ابوریحان بیروني لیکلي، پام وکړئ، نو د بیستون د ډبرليكنې له مطالبو سره به یې ورته والي ته هک پک شئ. د ابوريحان د متن يو خورا مهم ټکی د ضحاك په دوران كې «په مېړه توب كې د ګډون» اصطلاح ده او دا دقيقاً هماغه شرمناك تور دى، چې پر مزدک بامدادن يې هم لګولی دى. د مزدكي او ضحاكي معتقداتو نژدېوالي ته پام وكړئ! مزدك له اړتيا څخه ډېر هر ډول خصوصي مالكيت رداوه او اشتراكي مالكيت يې تبليغاوه. څنګه چې د اشرافو لپاره ښځې د خصوصي شتمنۍ برخه وه نه د انساني ټولنې نيمايي برخه، نو د همدې لپاره یې په ډېر حراميتوب سره د مزدك حكم ته عموميت وركړ او هغه يې تورن كړ چې ټولو نارینوو ته یې مېرمنې په اشتراکي ډول غوښتلې.«په مېړه توب كې ګډون»، چې بيروني یې ضحاك پسې تړي، هماغه شرمناک تور دى چې وروسته د مزدك په آئين پسې هم وتړل شو، ځكه «کدخدایی» چې د زوم او خاوند په مانا ده متضاده كلمه يې «کدبانو» (مېرمن) ده. اوس نو دا پرېږدئ چې بيروني د هغه عصر په اړه تاريخي څرګندونې كوي، چې يوه اسطوره ده او لزوماً تاريخي پېښه نه ده!

ښاغلى حصوري خپله مقاله په دې جملې غزوي:

 

«د ضحاك د حقونو تر لاسه کول، چې د خلكو د ګټو ساتلو په ګناه یې ورته پر اوږو ماران کښېنولي او جادوګر یې ګڼلی، موږ نباید د جمشيد د داستان له ادامې ودروي: ګورو چې فريدون یوځل بيا د ايران د پخوانيو پاچاهانو زوړ قالب مومي او د ضحاك څپانده پېر له مینځه وړي او ټولنه بېرته په هغه لور ستنوي چې جمشید  ستنوله.»

 

دوستانو ګورئ چې د افسانوي ضحاك يا د تاريخي برديا حكومت موږ په ناسمه او په تېروتنې سره د فردي زورواكۍ، ظلم، بلوس او د استبدادي واکمنتیا مظهر ګڼلى دى. په بله وینا خپل يوازينی لرغونى شخصيت مو، چې کارنامې یې د بيستون د ډبرلیکنې په شهادت او ان د شهنامې د مدارکو پر بنسټ له ولسی کړنو بډایې دي، د فردوسي هغو غرضناکو تبليغاتو پر بنسټ، چې د خپلو طبقاتي ګټو او شخصي باورونو له مخې يې كړي، په ډېره ناوړه توګه ككړوو او بيا كاوه د ولسي انقلاب مظهر ګڼو، په داسې حال كې چې كاوه په پایله کې د پرګنو ضد یو عنصر و.

په دې ډول د فردوسي وینا، چې د ناچارۍ له مخې یې کړې، د يوه نازل شوې آيت په توګه په بشپړ ډول منل، زموږ د بى دقتۍ ګناه ده نه د هغه ګناه، چې خپلې طبقاتي ګټې يا باورونه يې په پام كې لرل.

په درېمې نړۍ كې د رژيمونو سياست ارتجاعي او استثماري دى. هر رژیم له خپلو تبليغي وزلو سره له يوې خوا  څه چې غواړي او يا ورته ګټور دی، تبليغوي او له بلې خوا د هغه اند او فكر د خپرولو مخه په تراره او سانسور نیسي، چې له خپل ګټندویه سیاست سره یې په تضاد كې وويني. ګورئ تر اوسه پورې هېڅ څېړونكي تاسو ته نه دي ويلي چې د فرودسي شاهنامه له اوس څخه نژدې زر كاله پخوا د هغه په وخت کې، که د عرب ځپلي، خليفه ځپلي او د تركانو سلجوقي ځپلي ايران د خلاصون لپاره مبارزه هڅوله، نن باید ورسره په پوهې، نه په تړلو سترګو چلند وشي. د پخواني رژيم تبلیغاتي بنسټونو شاهنامه «د ايران ملي حماسې» په توګه نوموله، حال دا چې د ايران د ملت څرک په كې نه لګېږي او كه چېرې هم وي، نو د وطن او ملت مفاهيم په ټولو ځايونو كې د پاچا له كلیمې سره بیانوي.كه داسې نه وای، نو په ايران كې د راډيو د جوړېدلو له پیله به يې هر سهار د لوبغالي د ډولکي په دربولو سره د خلكو په اعصابو كې نه ننیستلې. نن، شاهنشاهي برم څه مانا لري؟ او بيا موږ ته یې څه، چې فردوسي له مطلقه سلطنت پرته بل سياسي نظام نشو پېژندلى ؟

که په ایران کې مو لټه کړی وای چې یو كتاب، یوه مقاله او يا يوه رساله تأليف كړئ او په هغه كې مو ليكلې وای چې يوازینی کس چې په شاهنامه کې شاهنشاهي برم نه لري او د ولسي پرګنو له منځه راپورته شوى، ضحاک دی؛ او دې سړي په دې یا هغه دليل ټولنيز محدوديتونه له منځه وړل او په ژورو ټولنيزو اصلاحاتو يې لاس پورې كړ او حكومت يې د فردوسي د نظر په خلاف د انصاف او پوهې حكومت و؛ که  لیکلی مو وای چې د کاوه په نامه یو تن د ضحاک پر ضد قيام وکړ او د جمشيد د وينې او هډوکي يو کس يې د هغه پر ځاى کښېناو او هغه څه چې د كاوه د پاڅون په نامه تعبيرېږي، په واقعیت کې زاړه استثماري بهير ته د ټولنې بېرته ستنولو يوه انقلابي ضد كودتا وه؛ نو كه چېرې سر يې درله تر وزرې لاندې کړی نه وای، لږ تر لږه یې  ستاسې د څېړنو پايلې ته د خپرولو اجازه نه وركوله او كه په يو ډول دا څېړنې خپرې شوې وای، نو په زرګونو وسيلو يې ځپلئ. څنګه چې له حافظ څخه زما د اخځون په اړه د رژيم کلتوري برخې پشمینه ښکرو استادانو په پوره شوده توب رايه صادره كړه، چې بايد محاكمه شم او وروسته چې اوضاع بدله شوه، بېخي یې د خپرېدو مخه ورته ډب کړه.

هو حقیقتونه او واقعیتونه شته دی او هلته دي: په شاهنامه كې، د بيستون په ډبرليكنه كې، د حافظ په ديوان كې، په هغو كتابونو كې چې لوستل يې كفر او الحاد ګڼل شوی، په هغه فلم كې چې سانسور يې د کتلو اجازه نه وركوي او په ټولو هغو شيانو كې چې دولتونه او سانسور يې د اخلاق په نوم، د بدې زده کړې په نوم، د فكر ويجاړولو د مخنيوي په نوم او په زرګونو نورو نومونو او پلمو هڅه كوي ورسره د ولسي پرګنو د مخامخ کېدو مخه ونیسي. د نړۍ په هر ګوټ كې چې واكمن رژيم يو څه د نه خپرېدو وړ وشمېرل، زه ځان ته حق وركوم چې فكر وكړم د هغه ژريم په كار كې څه چل شته او غواړي له ما نه یو څه پټ كړي.

ځينې نظامونه د سانسور پلی کېدل له دې وینا سره توجيه كوي چې «موږ نه پرېږدو بدن ته مو ميكروب راننوځي او زموږ او د خلكو فكري روغتيا خرابه كړي.» هغوى په خپله هم پوهېږي چې چټیات وايي. د ټولنې فكري روغتيا يوازې د مخالفو اندونو له مخامخ كېدو سره خوندي پاتې كېږي. ته يوازې هغه وخت پوهېدلى شې چې سم فكر كوئ، چې زه ستا منطق په خپل ناسم اند سره ولمسوم. زه یوازې هغه وخت كولاى شم خپل نیمګړې فكر اصلاح كړم، چې ته د خبرو اجازه ولرې. اپلتې پېرودونكي نه لري، خو ته مې چې خولې ته برغولی اچوې زما د اند له سموالي، زما د اند له اغېزې وېرېږي، خلك دې غولولي او نه غواړي چې دوکه دې بربنډه شي. که ته واقعاً د ټولنې د فكري روغتيا په اړه اندېښمن یې، نو ولې د آزاده تفکر مخه یې نيسې؟ د ټولنې فكري روغتيا د خرافاتو او جاهلیت پر ضد په همدې واكسيناسيون كې نغښتې ده، چې عوارض يې سملاسي د تعصب له لومړنۍ تبې سره ښكاره كېږي. د عقلي روغتيا لپاره يوازې د فكر آزادي اړينه ده. هغوې چې د فكر او تعقل له غوړېدو څخه زیانمن کېږي د روښاندو فكرونو مخې ته ديوال دروي او هڅه كوي چې ولسي پرګنې د هرې بحث پارونکي خبرې پر ځاى د هغوى قالب شوي غولونكي احكام ومني او خپل اندونه د همدې قالبي احكامو پر بنسټ، چې ورته ګټور ښودل شوي دي، برابر كړي. هغه پرګنو، چې په دې توګه خپل پنځونکی فكري ځواك له لاسه وركړى وي، د حقيقتونو موندلو او د خپل ټولنيز ځواك د پېژندلو او د شعور پیدا کولو او ان خپلو انساني حقونو ته د پاملرنې لپاره د خپلې ټولنې د انديالو فكري فعاليت ته اړتيا لري؛ ځكه د هغه حقيقت موندل، چې د دوكې او چل په تلونو کې ښخ شوى وي، عاشقانه رياضت غواړي او باید په پرېکنده توګه په آزاداندۍ او له جاهلانه تعصب پرته یې ملاتړ وشي، چې دا به هم په ناچارۍ سره په داسې شرايطو كې د بوختو پرګنو ځانګړنه نه وي.

د ضحاک یا بردیا پېښه د دې آر د ښودلو لپاره يوه بېلګه وه، چې حقيقت څومره زيانمن كيدونكى دى او په ورته وخت كې د حقيقت له څېرې د دوکه مارۍ د دوړو لېرې كول څومره ستونزمن کار دی. کېدای شي په همدې تالار كې داسې کسان وي چې دومره د فردوسي په اړه تعصب ولري چې د دې خبرو له امله ما له ګوګل نه ونیسي او ژبه می له تالو راوباسي؛ يوازې د دې لپاره چې زركلن درواغ نن د هغوى د باورونو يوه برخه ګرځېدلې او له هغو څخه لاس په سر كېدل ورته ناشوني بریښي.

پخوانيو ويلي «لمر په دوو ګوتو نه پټېږي او حقيقت به بالاخره يوه ورځ وویل شي» دا حكم شايد يو وخت د منښت او قبولېدو وړ و، خو زموږ په پېر كې چې كوچنۍ تېروتنه په لوى ناورين بدلېدلای شي، قطعاً د دې موکه نشته چې لاس تر زنې لاندې كښېنو او د صبر لار غوره كړو، چې يوه ورځ به حقيقت پر موږ مهربانه شي او د خپلو وروځو یوه څنډه به راښكاره كړي.

موږ چې نن دلته راغونډ شوي یوو، هر یو باید ځان د داسې منطقي تفكر په منځپانګې سمبال كړو، چې حقيقت بوې کړای شي او بی له ځنډه یې پټنځای ومومي.

موږ په داسې يو پېر كې ژوند كوو، چې نړۍ په بې شمېره پنډغالو وېشل شوې ده.په هر پنډغالي كې يې يو بٌت پورته کړی او د يو بٌت عبادت ته یې اړ کړې. دوستانو هيله من يم چې نه ځان ناګاره واچوئ او نه زما خبرې پرته له هغه څه چې دي، بل ډول یې تفسیر او تعبیر کړئ. زما اشاره مطلقاً د كَمْكيو ځوانانو بت جوړونې او بت پالنې ته نه ده، چې مثلاً چرتکی مايكل جكسن يا حرفه اي ډبېدلي محمد علي کلی ورته د خدای بڼه پیدا کړې. زما اشاره د شخصیت کېش لاماشومانه، لا غمجنوونکی او لا شرمونکی ناروغۍ ته ده، چې موږ ډېري ورباندې اخته يوو؛ موږ چې ډېرې ادعاوې لرو، غټې غټې خبرې کوو او مثلاً ځانونه په داسې لوړو افكارو او اندونو سمبال ګڼو، چې د مریيتوب له جغ نه د بشريت ژغورندوی دي.

 هو، سیده نښه ولم او د شخصیت کېش یادوم. همدا د نوي عصر شرمناكه بتپالنه يادوم، چې موږ ټول ورباندې اخته يوو او د بېلتون لامل او د ښو نیتونو د یوې ټولګې د شیندلو باعث کېږي. هر يو په خپلو لاسونو د تعصب دېوالونه له ځان نه چاپېروو، جګوو او ځانونه په کې بندیوانوو.

 انسان د بشريت د مخورو درناوى لري او د افکارو له ډېوې  یې رڼا اخلي، خو څنګه چې له خپلو ځمكنيو او ټولنيزو نومياليو څېرو نه د عبادت وړ اسماني بتونه جوړوي، نه يوازې دا چې هغو نومياليو ته سپكاوى کوي، بلكې د همدې نومياليو د نيت پر خلاف، د دې پوهو ښوونكو د تعاليمو پر خلاف، چې غوښتل يې دا د تعصب او ناپوهۍ له كندې راوباسي، يو ځل بيا د ترږمۍ، ناپوهۍ، ابتذال او جاهلانه تعصب كندې ته ورغورځوي. شخصیت پرستي هرومرو له ځان سره لنډاکه تعصب او دګماتيك قضاوت زیږوي او په خواشينۍ سره دا هغه وېروونكې ناروغي ده، چې ورباندې اخته شوی كس په خپل لاس خپلې ریښي په تخځ وهي.

يو فرهنګیال او پوهندپال ولې بايد د خپلو افكارو او باورونو په اړه تعصب ولري؟ تعصب لرل د يوه ناپوه، بې عقله او بې کلتوره انسان كار دى: د يو څه په اړه چې په منطقي ډول فكر کولای نشي، نو د یو  بشپړ جوړ شوي باور په توګه يې مني او په اړه يې تعصب كوي. يو لرګی ورته ښكاره كړئ او ورته ووايئ چې ته دې  لرګي خلق کړی یې او  په ورځ كې درې ځله باید شاوخوا یې ترپکې ووهې او هر کرتې ديارلس ځله ووايئ چې زه شړومبې يم. بيا نو ګوره! ترې لاړ شه او څو كاله وروسته راستون شه او ورته ووايه کور دې وران شه! دا دانګونه او ټوپونه چې وهی او دا اَوْتې بَوتې چې د عبادت په نوم یې شاربې، كومه مانا نه لري! ـ پوهېږئ څه درسره کېږي؟ـ د هماغې لرګي لاندې، چې عبادت یې کوي، څملوي دې او د يو حربي كافر په نامه، له یوه غوږه تر بله پورې دې سر څیروي! دې ته تعصب وایي. اوس نو مهرباني وكړئ او دې شرمېدلي بنده ته ووایئ، چې ولې د هغې ښاغلي تعصب يو جاهلانه كار خو زموږ تعصب، چې ځانونه د درايت خاوندان ګڼو، عاقلانه دى؟

د رژيمونو تبليغات كټ مټ د ولس له همدې تعصب کوونکي ځانګړنې ګټه اخلي. زموږ د ایرانیانو په منځ کې لږ تر لږه دا تعصب ډېر محسوس دی.که د تصوف په لوی غورځنګ سترګې پټې كړو او د بډاینې او اغېزې لاملونه یې مستثنا وګڼو، د ایران په نامه ټاټوبی باندې د يوې دوه نيم زره كلنې دوديزې ترارې د تپل کېدو له وجې، چې لاملونه یې زیات وو، زموږ د هېواد انديالي، چې د قضا له مخې ېې شمېره هم دومره كمه نه وه،  هېڅكله توانېدلي نه دي چې د اندونو او ګروهو پاکوالی او ناپاکوالی، وړتيا او ناوړتيا او سموالى او ناسموالى، څرنګه چې اړینه ده، له ټولنې سره شريك كړي. كله چې ولس غافل، ناپوه او بې سواده پاتې شي او جاهلانه تعصب يې ړوند كړي، اند او فرهنګ هم له خوځښت او یون پاتې كېږي او په خپل لاك كې محبوسيږي او په پايله كې حرفه اي تبلیغیان كولاى شي هر اند د عامه تعصب پر بنسټ د منلو وړ وګرځوي. كله چې د شاه صفي په څېر سړیخور او ظالم انسان ته د ظل الله لقب وركړل شي، هغه کس چې فكر او ذكر يې الله ته دی، څه وكړي؟

بېلګه دركوم:

یو له هغو پرتمينو مبارزاتو چې يو ملت په کې توانېدلى خپل ټول فرهنګ رامیدان ته کړي او په ملاتړ یې د نيواكګرو شونډک پر خاورو ومښي، په ايران كې د تصوف غورځنګ دى.

په دې ټول پوهېږو چې ايرانيان د هغه شین بڼ دروازې وغولول، چې عربانو ورته د مساوات او عدل او انصاف په شعارونو ښودلې وې. د ايران ټولنيزو كړكېچونو دغه غولېدنه لا وپاروله، تر دې چې ويلى شوو له هېواده كومه دفاع ونشوه او د يرغلګرو پر مخ دروازې له دننه پرانيستل شوې. خو ايران ته په ننوتلو سره عربانو خپل شعارونه هېر كړل او داسې چلند يې له ايرانيانو سره پيل كړ چې په واقعيت كې د فاتح او مغلوب او د ارباب او مریی چلند و. د صحرايي عرب[2] دا چلند تر هغه ځایه ورسېدو، چې کله به عرب پلی و، یوه ايراني حق نه درلود چې پر خره سپور پاتې شي. بې شرمي يې تر هغه ځایه ورسېده، چې ویل یې كه چېرې سپی، خنزیر او ايراني د جومات له مخې تېر شي، د عرب لمونځ باطلېږي!

بې فرهنګه صحرايي عرب هغه ملت ته چې پياوړى فرهنګ يې درلوده او له خپلو هنري مظاهرو سره يې کلکه لېوالتيا درلوده، وويل، چې موسيقي حرامه ده، شعر مكروه دى، نڅا ګناه ده، تجسمي هنرونه(انځورګري، ډبرتوږنه، مجسمه توږنه او څېره توږنه) مطلق كفر دي. ايرانيان له خپل ټول فرهنګ سره راپاڅېدل او د دې تحریم په وړاندې ودرېدل او جګړې ته یې ورغلل او د هماغه دين پر بنسټ، چې د هر ډول فرهنګ او هنر او ذوق ځلېدل يې په ناورینه توګه منع كړى وو، د تصوف غورځنګ یې رامنځته كړ او تر ټولو مينه ناكه ځمكنى شعر او موسيقي او نڅا يې د قول او سماع په قالب كې خانقاهو ته يووړه، زښته ښایسته معماري يې د اسلامي معمارې په توګه وړاندې كړه او د دې جومات او هغه زيارت په سر يې داسې ګنبدونه جوړ كړل، چې  په کې رنګ د كنګل شوې موسيقۍ او طرحونه او انځورونه يې په حقيقت كې د نڅا د ممنوعه او ځپل شوې ګرومې ښكارندويه دي. دې غورځنګ نه يوازې دا چې ايرانی فرهنګ یې وژغوره، بلكې د ايرانيانو ټول ملي او عربي ضد احساسات يې هم د سمبوليكو عنصرونو او بڼو په توګه د يوې کنایې په ډول د اسلامي هنر په خورجين پورې ونښلول. د اسلامي هنرونو انځورونه له دې پلوه په رښتيا هم د مطالعې وړ دي: د بېلګې په توګه د جقه په نامه د بوټي طرحه هماغه د سبر ونه ده؛ چې د زرتشت له دین نه سرچينه اخلي او ايرانيانو ته يوه مقدسه ونه او د تلپاتې او ابدي زرغونتیا نښه وه، چې بېشکه د جمشید پلاز په کیندنې کې كتارونه مو ورله ليدلې دي. د اسليمي د مشهورې طرحې قوسونه او دايرې هم،كه له ما وپوښتئ هماغه انار، زرتشتي مقدسه ميوه ده، چې سټايليزه شوې او سر یې کیاني تاج ته ورته والی لري او  ګل يې د اور لمبو ته پاتې كېږي، چې اتشکدې یاد ته راوړي.



[1] خودای نامګ، خدای نامه، چې د «پاچاهانو کتاب» په نامه هم یادېږي، د ساساني عصر یو مهم کتاب دی، چې د بېلابېلو پاچاهانو نومونه او د بېلابېلو پېرونو پېښې د افسانې په بڼه په کې ثبتې شوې دي. فردوسي هم د شاهنامې د لیکلو لپاره د یوې سرچینی په توګه کارولی دی. پ.ژ.

 

[2] د عرب ملت په اړه د شاملو دا ډول دریځ په خپله د تعصب یوه بېلګه ده. شاملو بې له دې چې عرب نیواکګر له عربي ملت څخه جلا کړي، ټولو عربو ته صحرايي، دښتي او بی کلتوره وايي. هغه په دې ښه پوهېدو چې بې له  عربي ادبیاتو د فارسي ژبه او ادبیات بډاینه ناشوني وه.د دې ترڅنګ هغه د سیمې اسطورې  او تاریخي نومیالي یوازې ایران پورې محدودوي، چې دا په خپله د ناسیونالیستي تعصب یوه بڼه ده. پ.ژ

 

بیروت سوځي، ته راته ګرانه یې!

۱ کله چې بیروت سوزېده او اور وژونکو یې سره کالي وېنځل او هڅه یې کوله، چې پر کټارو ناستې مرغۍ کړي آزادې ما په واټونو په سيزونکي ا...