سره له دې،
چې بړبکۍ جګېږي زما په سترګو کې
سره له دې،
چې غم بیدېږي ستا په سترګو کې
سره له دې،
چې په دې روزګار کې
پر ښکلا کوي ډزې
هر چېرې
پر عدالت کوي ډزې
هر چېرې
پر اند کوي ډزې
هر چېرې
زه وایم:
مینه
بریالۍ ده
په زرهاو ځله وایم:
مینه بریالۍ ده
د وچېدلو، مړاوېدلو په وړاندې
هېڅ پټنځای، هېڅ پناه نشته
له مهربانې
ونې
پرته
سره له دې ړنګېدلي دورانه
سره له دې دورانه چې لیکوالان وژني
لیکنې وژني
پر کوترو کوي ډزې
پر سرو ګلانو کوي ډزې
پر بوټو کوي ډزې
او ښایسته شعرونه ښخوي
د
سپیو په هدېره کې
زه وایم:
فکر بریالی دی
په زرهاو ځله وایم:
فکر
بریالی دی
ښایسته وینا
کله هم نه مري
نه
په توره
نه
په زندان
نه
په کوم دوران
ګرانې!
سره له هغو ټولو کسانو،
چې سترګې یې درله محاصره
کړي
او زرغونتیا سېزي
ونې سېزي
سره له هغو ټولو کسانو،
چې ښکلې معشوقې یې زنداني
کړي
زه وایم:
سور
ګل بریالی دی
سور ګل بریالی دی
ګرانې!
سره له هغو ټولو وچېدلو،
چې اروا کې مو دي
سره له هغو ټولو مړاوېدلو،
چې اروا کې مو دي
د ورېځو د کموالي سره سره
د باران د کموالي سره سره
اوبه
بریالې دي
غوټۍ
بریالې دي
سره له هغې ټولې شپې،
چې یې سترګې رادرنې دي
بې له شکه
ورځ بریالۍ ده
ورځ بریالۍ ده
په داسې روزګار کې،
چې زړه اوښتی
په لرګین لوښي
چې شعر اوښتی
په
لرګین قالب
د بې مینۍ
د بې هیلۍ
د
بې سیندۍ
په روزګار کې
د پاڼو
د
قلمونو
دکتابونو
د استعفی په روزګار کې
زه وایم:
سینه
بریالۍ ده
په زرهاو ځله وایم:
سینه بریالۍ ده
د تېلو و ګازو
له دورانه
وروسته
بې له شکه،
طلا بریالۍ ده
طلا بریالۍ ده.
سره له دې روزګاره،
چې په کړاونو
په
اپینو
په اعتیاد کې
ډوب
شوی
سره له دې دورانه،
چې انځور د خوښې وړ نه
دی نور
تابلو نه خوښوي څوک نور
عطرونه خوښ نه دي د چا
نور
رنګونه خوښ نه دي د چا نور
سره له دې دورانه،
چې تښتي له خدای پرستۍ
په لور د شیطان پرستۍ
سره له هغو کسانو،
چې ژوند یې رانه تالا
کړ
له جیبه یې رانه وطن تالا
کړ
له زرګونو جاسوسانو سره سره،
چې په دېوالونو مهندسانو
طرحه کړي
ځای
پر ځای کړي
له زرګونو راپورونو سره سره،
چې موږکان یې موږکانو
ته لیکي
زه وایم:
ولس
بریالی دی
په زرهاو ځله وایم:
ولس
بریالی دی
پوهیاله ولس بریاله ولس
جوړوي برخلیک ولس!
نزار قباني