پرېږده چې لاړ شم
ځکه هغه وینه،
چې مې ګڼله بدله به نشي کله په اوبو
بدله شوې نوره په اوبو
هغه اسمان،
چې مې ګڼو
رڼه شنه ځلا یې نشي ماته
رڼا یې شوې نوره ماته
هغه لمر،
چې ستا له غوږو مې
د اسپانيايي ګوشوارو په شان راځوړندو
نور راغورځېدلی پر ځمکه
.... مات شوی
هغه کلیمې،
چې د خوب په وخت کې مې پټولې ورسره ته
د ډارېدلو مرغیو په څېر الوتلي
ته یې لغړه پرېښودې.
نزار قباني