خوښېږې مې
د ورځې لخوا شم ورک
کله نا کله
په شان د مني مرغانو
یو وطن ومومم
نوې وطن
پرته
له ټاټوبه
پرته
له خدایه،
چې
نه مې څاري
داسې ټاټوبی،
چې
دښمني راسره ونکړي.
غواړم وتښتم
له خپل پوستکي
له خپل آوازه
له خپلې ژبې
غواړم وتښتم
د باغونو د وږمې په څېر
غواړم وتښتم
له خپله سیورې
له خپلې نښې
غواړم وتښتم
د خرافاتو و مارانو له
ختیځه
له خلفاؤو
له پاچایانو.
غواړم مینه وکړم
د مني د مارغانو په څېر
ای د چړو
ای د زندۍ ختیځه
ای امیرانو
ای پاچایانو
غواړم مینه وکړم
د مني د مارغانو په څېر.
نزار قباني