۱۳.۱۰.۰۳

د بلقیس په ویښتو کې دولس سره ګلان

 ۱

هغه پوهېده چې ما به ووژني

زه پوهېدم چې هغه به ووژل شي

وړاندوینې وختلې دواړه سمې

هغه لکه پتنګې

د جهالت د پېر پر ویجاړو ولېده

او زه د هغه عصر د غاښو تر مینځ،

چې شعر

د ښځې سترګې

او  سور ګل د آزادۍ

      له ستونې تېروي

دړې وړې شوم.

 

۲

پوهېدم،

چې هغه به ووژل شي

هغه،

د خچنتیا په پېر کې ښایسته وه

د کرغېړنتیا په پېر کې رڼه وه

د انسان وژونکو په پېر کې

انسانه

د شینکۍ په مینځ کې نایابه

                                         لعله

د بې شمېره مصنوعي ښځو په مینځ کې

                                                   اصیله!



۳

پوهېدم،

چې هغه به ووژل شي

ځکه روښانه یې وې سترګې

                 د یاقوت د دوه سیندونو په څېر

ويښته یې اوږده

                د بغداد د شپو په څېر

دې ټاټوبي

دې ټولې زرغونتیا

د زرګونو خرماوو انځورونو

د بلقیس په لېمو کې

تاب

رانه وړ.

۴

پوهېدم،

چې هغه به ووژل شي

ځکه د غرور لورښود یې

د ټاپووزمې له لورښوده و خورا لوی
پرتم،

 پرې نښوه،

چې د انحطاط په عصر کې ژوند وکړي

ځلانده اروا یې پرې نښوده،

چې په ترږمو کې ژوند وکړي.

۵

هسک غرور

نړۍ ورله کوچنې کړې وه

بکس یې وتاړه

ورو ورو

د پښو د ګوتو په څوکو،

بې له کومې خبرې یې

پرېښوده

             نړۍ.

۶

نه ډارېده

چې مورنی ټاتوبی یې ووژني

ډار یې دا و،

چې مورنی ټاتوبی به یې ځان ووژني!

۷

د شعر د بډایه ورېځو په څېر

زما پر کتابچو یې:

شراب

  ګبین

    توتکۍ

      سره یاقوت

                 وبهول

زما پر احساس یې وشیندل:

        بادبانونه

                 مرغان

                   او له نهیلۍ ډکې شپې...

له تللو وروسته یې

د اوبو دوران پای ته ورسېد

او د تندې دوران پیل شو.

۸

تل مې احساسوله

              د تللو په حال

په سترګو کې یې تل چمتو بادبانونه

                                       د تګ په حال

پر بڼو یې روانه الوتکه

                       د هسکېدلو په حال

په لاسي بکس کې یې

زموږ د واده په لومړنۍ ورځ

                   یو پاسپورت

                  د الوتکې ټکټ

                  او ویزې د هغو ټاټوبو،

             چې هېڅکله یې لیدلي نه وو

یو وخت مې وپوښتله،

دا کاغذونه څنګه ساتې په بکس کې ؟

ویې ویل:

له سرې زرغونې سره نېټه لرم.

 

۹

کله چې د هغې بکس یې 

د کنډوالو له مینځه راکړ

 ما یې

پاسپورت

د الوتکې ټکټ

او ویزې ولیدلې

 پوه شوم،

چې ما له بلقیس الراوي سره واده کړی نه و

                        زه د سرې زرغونې مېړه وم...

۱۰

کله چې ښایسته ښځه مري

ځمکه خپل تعادل له لاسه ورکوي

سپوږمۍ سل کلن عمومي ویر اعلاموي

او شعر بې کاره کېږي!

۱۱

بلقیس الراوي
بلقیس الراوي
بلقیس الراوي

د نوم آهنګ یې په ما ګران و

په کراتو مې د شونډې پر سر تکراراوه

د نامه په څنګ کې یې

غبرګول د خپل نامه سخت ډارولم

لکه د رڼې ویالې خړول

یا د یوه ښایسته سمفوني ګډوډول.

۱۲

دې ښځې

نباید ډېر ژوند کړی وای

دې پخپله هم نه غوښتل

هغه،

د شمعې د یوې لمبې په څېر وه

د بلینډې د یوې شغلې په څېر وه

د شاعرانه یوې شېبې په څېر،

چې د وروستۍ کرښې دمخه

انفجار کوي....

نزار قباني



* بلقیس الراوي د نزار قباني مېرمن وه. هغه د ۱۹۸۱ کال د دسمبر د پنځلسمې نیټې په انتحاري برید کې، چې په بیروت کې د عراق پر سفارت تر سره شو، له ۶۱ نورو کسانو سره ووژل شوه. دا برید الدعوه اسلامي ډلې، چې  د ایران د آځوندي رژیم ننګه یې له ځان سره  لرله ، تر سره کړ. پ.ژ

بیروت سوځي، ته راته ګرانه یې!

۱ کله چې بیروت سوزېده او اور وژونکو یې سره کالي وېنځل او هڅه یې کوله، چې پر کټارو ناستې مرغۍ کړي آزادې ما په واټونو په سيزونکي ا...