د شرم وروستي دېوالونه ړنګ شول
خوشاله شوو، ونڅېدو
د ډارنو د سولې هوکړه لیک لپاره مو،
یوبل
ته مبارکې ورکړې!
نور مو څه ډارولی نشي
څه مو شرمولی نشي...
وچ شوي مو د غیرت رګونه
په بدن کې
پښې مو ایښي د تېښتې په دوران کې
ودرېدلي یوو په شان د پسونو
د
مسلخ په کتار کې
منډه منډه
ساه لنډه لنډه
د قاتلانو د موزو خکلولو لپاره
مخکې کېږو یو له بله، په څو ځله
پنځوس کاله یې وګالله
زموږ په ماشومانو
ولږه
د پیازو غوټه یې راغوځار کړه،
د روژې په پای کې
پنځوسم
ځله
غرناطه ووتله د عربو
له لاسو
تاریخ ووتو د عربو له منګولو
د اتلولۍ د سرودونو انګازې
ړنګې
شوې!
اشبیله ړنګه
انطاکیه ړنګه
له جګړې پرته
له ویني پرته
حطین ړنګ
عمویه ړنګه
مریم د اربکیو په لاس پرېوته
خو د دې اسماني سمبول د ازادولو لپاره
نه نر شته
نه نرتوب پاتې دی...
وروستۍ سرې کرښې مو
د رومیانو په لاسو کې پرېوتې
نور له څه دفاع وکړو؟!
نلرو ماڼیو کې نورې وينځې
چې قهوه کړي را ته جوړه
چې شهوت کړي راته برابر
نور له څه دفاع وکړو؟!
........
ان یو اندلس راپاتې نه دی
لوټلي یې له مونږه
دروازې، دېوالونه، مېرمنې، ماشومان
زیتون، غوړي، ډبرې د واټونو
لوټلي یې له مونږه
عیسی بن مریم،
چې
لا د غاړې وه
لوټلي یې له مونږه
د لیمو، مندتو او ایلنیو خاطرې،
د جماتونو قندیلونه
........
راته یې راپریښي
د غزې په نوم د سردین* یو قوطی
د اریحا په نوم یو وچ هډوکی
د فلسطین په نامه یوه کاروانسرا
بې له چته
بې له ستنو
خوشې یې کړو
بې هډه
یو بدن
بې ګوتې
یو لاس...
هېڅ غونډۍ راپاتې نه ده،
چې تویې کړو اوښکې ورباندې
څنګه ژړېدلی شي ولس،
چې اوښکې یې اخیستل شوي
وي؟
.......
د اوسلو له پټې عاشقۍ
شنډ راووتلو
د غنمو له دانې یې راکړ
وړوکی یو هېواد،
چې بې اوبو یې تېروم
د اسپرین د ګولې په شان!
........
دا دی،
له پنځوسو کالو وروسته
پر ویجاړ ټاتوبي ناست
بې سرپناه
د زرګونو کوڅه ډبو سپو
په شان!
.......
له پنځوسو کالو وروسته
پرته له سرابه
د مېشتېدو هېواد مو و نه موند
هغه سوله،
چې د چاړې په شان
پر بدن ځای نه مومي
سوله نه، تاوتریخجنه تېری
دی!
......
څه به وي په بیړه د رهیدلو ګټه؟
څه به وي په بیړه د رهیدلو ګټه؟
خو د ملت وجدان چې کله وي ويښ
د بم د پلتې په څېر...
د اوسلو ټول لاسلیکونه
دي له ږدنه بې ارزښته!
.......
د زرغونې سولې
د سپینې سپوږمۍ
د راڼه سیند
په خوب مو ولیدلې
زیاتې رویاګانې
خو ناڅاپه شوو راویښ
په ناولو ډېرانو کې!
......
داسې څوک شته،
چې د غښتلو د سولې پر ځای
د ډارنو له سولې
وپوښتي؟
داسې څوک شته،
چې په قسطونو پلورېدنوکو
چې په قسطونو کرایه کوونکو
د سوداګرو، تاجرانو
د پانګه اچوونکو له سولې وپوښتي؟
داسې څوک شته،
چې د مړو له سولې وپوښتي؟!
واټونه یې غلي کړي
پوښتنې یې ترور کړي
پوښتونکي ېې وژلي...
...........
بې له میني مو واده کړه
هغه ښځه،
چې یوه ورځ یې ماشومان زموږ وژلي
یوه
ورځ یې ځیګرونه زموږ ژولي
له ځان سره مو بوتله
د ګبین میاشتې لپاره
مستې مستانه وګډېدلو
زمزمه مو ورته غوږ کې
کړل د میني ټول شعرونه،
چې په یاد وو راپاتې
خو له توره بخته
معیوبه، ناتوانه اولادونه مو
د
څینځښې په شان دي زېږولي!
د ویر د پیاده رو په څنډو کې آواره
نه ټاټوبی، چې مو ونیسي په غېږ کې
نه بچیان، چې یې ونیسو
په غېږ کې
......
د واده په جشن کې
نه عربي نڅا
نه عربي خواړه
نه عربي ترانې
نه عربي شرم و حیا
یو وطندار هم په جشن کې
نه و
......
د ناوې مَهر نیمايي برخه په ډالر
د الماسو ګوتې بیه په ډالر
د عاقد پیسې په
ډالر
د نکاح کېک و ډالۍ کړی امریکا
د ناوې جامې، ګلان، شمعې
او د مارینز موسیقي
ټول امریکايي!
........
واده پای ته ورسېد
فلسطین په کې شتون ونه
موند
خپل انځور یې ولیدو
چې له ټولو رسنیو خپرېدو
خپلې اوښکې یې کتلې،
چې د شیکاګو، نیوجرسي
او میامي په لور یې
د
سمندر څپې شلولې
او د ذبحه شوي مارغه په څېر یې
چیغې
وهلې:
دا واده زما واده نه دی،
امریکا، هېڅکله!
دا جامې زما جامې نه دي،
امریکا، هېڅکله!
دا شرم زما شرم نه دی،
امریکا، هېڅکله!
نزار قباني
*
سردین یا ساردین یو ډول کب دی، چې د خپل خوند او
غذايي ارزښت لپاره یې خلک خوښوي.د ساردین نوم د ایټالیا د ساردني ټاپو څخه اخیستل
شوی، ځکه چې یو وخت په دې ټاپو کې دا کبان ډېر پیدا کېدل. پ.ژ.