۳.۱۱.۰۳

بیروت سوځي، ته راته ګرانه یې!

۱

کله چې بیروت سوزېده

او اور وژونکو یې سره کالي وېنځل

او هڅه یې کوله،

چې پر کټارو ناستې مرغۍ کړي آزادې

ما په واټونو

په سيزونکي اور

په ړنګو ستنو

د شيشو پر ماتو ټوټو

 وهله منډه

              پښې یبله

په داسې یو حالت کې،

د لمبو په نڅا کې

ستا څېره مې،

چې د بندي کوترې په شان وه،

               لټوله

په هره بیه مې غوښتل  

بل بیروت وژغورم

هغه بیروت،

چې یوازې ستا مال و

       زما مال و...

هماغه بیروت،

چې ته او زه یې

په یوه وخت وزېږولو

او له یوه تي یې شیدې راکړې

هغه بیروت،

چې موږ یې یدریا ښوونځي ته ولېږولو

او هلته مو له کوچنيو کبانو

د سفر لمړي درسونه

د میني لمړي درسونه

     زده کړل

هماغه بیروت،

چې د ښوونځي په بکسو کې مو له ځان سره وړو

د ډوډۍ په قطرو کې

د کونځلو په خوږو کې

هماغه بیروت،

چې د جوارو په بوتلو کې مو اېښود

هماغه چې د عشق بازۍ په لویو شېبو کې مو

ستا بیروت

زما بیروت

نوماوه.

۲

کله،

چې وطن له وطنه تښتېده

او ماشومان د بیروت نړیوال هوايي ډګر کې

د خپلو لوبو پر شیانو بیده وو

کله،

چې پلرونو

د اوښکو ډک بکسونه وزنول

او مجبوره وو،

هر اضافي کیلو اوښکو

او هر اضافي کیلو غم لپاره

جریمه ورکړي

کله،

چې وطن لاسونه پر څېره کېښودل او ژړل یې

او د مني ورېځې د یونان له ټاپوګانو راتللې،

چې د لبنان ساحلونو ته نژدې شي

د قناصه د مردکیو د لګېدلو له ډاره ډارېدلې

 کله،

چې واټو کې څراغونه له ډاره رپېدل

او د کلکو قهوه خانو سایبانونه

                                        خورېدل

                                             راخورېدل

او سهارنيو مرغانو

خپل بچي پر څانګونو ايښودل

         کوچېدل

کله،

چې وطن

وطن

     ټوټې ټوټې کولو

زه

له جنایته څوسوه متره لېرې

قاتلان مې لیدل

چې له بیروت سره  یې

د یوې مينځي په شان جماع کوله

د قبیله ای تړون له مخې

د قومي امتیازاتو  له مخې

د پوځي درجو له مخې

                                وار په وار

                                       یو په یو

زه یوازینی شاهد نه وم،

چې زرګونه ځلانده چاړې مې

پړکېدلې د لمر لاندې کتلې

او زرګونه مزدوران مې کتل،

چې په اور کې د سوځېدلې مېرمنې

 د جسد له چاپېره

                     مست

                           او مستانه

                                   نڅېدل

خو زه یوازینی شاعر وم،

چې پوه شو

ولې د بیروت د سیند نوم

له سپینه په سره سیند شو بدل.

۳

کله،

چې بیروت سوزېده

او ټول په دې فکر،

چې خپلې پاتې شخصي شتمني وژغوري

ناڅاپه راپه یاد شول،

چې ته لا زما معشوقه یې
ته مې هغه لویه شتمني یې،

چې  ښکاره کړې مې نه ده هېڅکله

او ناچاره یم

که ژوند راپرې نه ږدي بله چاره

چې وژغورم خپل ګډ میراث

خپله عاطفي شتمني

په دې زړه پورې ښار کې،

چې یوه ورځ رازداره صندوق و،

چې خپلې کوچنۍ سپماوې مو په کې پټولې

پټې نقاشیانې

  زما لپاره

            ستا لپاره

پټ انځورونه،

چې هېڅکله چا لیدلي نه دي

د هغو شعرونو طرحې،

چې په پنسل مې درته لیکلې

او څوک ترې خبر نه دي

کتابونه

ډبرلیکنې

استوانې

د سرامیک قابونه

پستکارتونه

کیلي بندونه،

چې د نړۍ په ټولو ژبو پرې لیکل شوي:

               راته ګرانه یې!

سیمه ایزې نانځکې،

                         د میني نښې

چې تا له ځان سره

له یونانه، له بالکانه

له مراکشه، له فلورانسه

له سنګاپوره، له ټایلنده

له شیرازه، له نینواه

له ازبکستانه وې راوړې

او له سرو ورېښمو جوړ شال،

چې ډالۍ کړی مې و تا ته

او هغه ورځ چې راستون له اسپانیا نه شوم

تا اچولی و پر اوږو

پوه شوم...

چې ولې طارق بن زیاد

اندلس ته د ننوتلو لپاره جنګېده

پوه شوم،

چې ولې زه جنګېدمه

او لا ولې جنګېږم،

چې ورکړی اجازه زما د بېړیو ورود ته

د خپلو سترګو د اوبو برید ته

۴

بیروت،

کله چې د بیزانسي شمعدانیو په څېر

چې د طلا په اوبو ښکلې وې،

     ړنګېدو

کله چې جوپه جوپه خلکو

خپل ویر په یو ډول تعبیراوه

خپلې اوښکې یې په یو ډول توېولې

زه د خپل خصوصي ویر په لټون وم

او هغه ښځه چې څوک یې په شان نه وو
هغه ښار چې بېلګه یې نه وه

هغه شعرونه چې د سړیو د لیکنو تر منځ،

چې د میني په اړه یې لیکي

 بې ساري وو

کله چې ښځو

د هغو ټوکرو له ګزونو سره ویر مېچو،

                                      چې سوزېدل

د خپلو لاسي بکسونو، چپنو او له غاړکۍ سره یې اټکلو

او په دې رویا چې خوندي یې له سوزېدو کړي

کله چې سړو خپل تاوان

د بانکي حسابونو له سپما سره محاسبه کول

زه  وم ناست د ډبرې پر تختې،

چې د اوښکو د یوې څاڅکې په څېر وه

خپل تاوان مې شمېره

د هغو قهوې د پیالو له شمېرو سره،

        چې څښلې می شوای

د هغو پوښتنو له شمېرو سره،

      چې پوښتلې مې شوای

لاسونه به مې

ستا په لاسو کې وای

که بیروت چېرې سوزېدلی نه وای.

۵

مهمه راته نه وه،

چې بیده وی یا ویښه...

مهمه راته نه وه،

چې بشپړه بربنډه وی یا نیمه...

مهمه راته نه وه،

چې پوه شم له چا سر یې همخونې

یا له چا سره یې همبستره

ټولې دا خبرې وې راته وړې

خو لویه خبره دا کشفېدل وو،

       چې تل وې راته ګرانه

د نیلوفر د ګل په څېر

تل لامبوزنه ته زما د ذهن په اوبو کې

د ګوتو تر منځه می زرغونېږی

د تاریخي کلیسا د ډبرو له منځه

       د وښو د زغورنېدلو په څېر

مهمه راته نه وه،

چې څوک درته ګران دی اوس

په څه فکر کوی ته اوس

په اړه یې کوو خبرې وروسته

 برخلیک سازه خبره دا ده اوس

                      چې په ما ګرانه یې ته

او زه ځان

د نړۍ تر ټولو ښایسته

د یاسمن د دوو ګلونو

ـ ستا او د بیروت ـ

د ملاتړ مسوول ګڼم.

۶

پر ما مه کوه نیوکه،

چې په زوره، په ناڅاپه

دې خونې ته شوم دننه

هر ډول جامې چې اغوستی شې

             واغونده

ما مه پوښته چې ولې؟

سوزي بهر بیروت هلته

سوزي بهر زموږ بیروت هلته

ته سره له ټولې ناپوهۍ

سره له بې درناوۍ

     لا یې په ما ګرانه

 راغلی یمه،

چې د کوچنۍ پیشۍ په څېر دې

           پر اوږې راواړومه

د اور، مرګ او لېونتوب

له بېړۍ دې رابهره کړم

ځکه زه د ښایسته پیشوګانو

د ښایسته سترګو

د خپلو ښایسته ښارونو

د سوزېدلو مخالف یم!

نزار قباني


۲۳.۱۰.۰۳

مسافر

 مسافر،

سپاره د ویر په بېړۍ یوو

رهبر مو یو مزدور

شیخ مو  غل د دریابو

بې وطنه

څارل شوي

د مرغیو په څېر

              د مهال پر نقشې

بې اسناده مسافر یوو

               بې کفنه مړي.

-----

موږ د عصر بدلمنې

پلوري مو،

پیسې اخلي واکمنان

موږ د ماڼیو مینځې

 له کوټې نه کوټې ته مو لېږي

له غېږې نه غېږې ته

له مالک نه مالک ته

له بُت نه بُت ته

هر شپه منډې په څېر د سپیانو

له عدنه تر طنجه

له طنجه تر عدنه

په لټون دې قبیلې،

چې راووايي هرکلی

د پردې په لټه د پټېدو لپاره

د سرپناه په لټه د مېشتېدو لپاره

------

ملاګانې یې دي کړوپې

شاوخوا مو دي اولادونه

لټوي په زړو قاموسو کې

بې ساری یو جنت

د وطن په نامه دروغ

یو غټ دروغ.

 ------

دېره یوو د ژړا د ښار

قهوه مو د کربلا وینې

غوښه مو ګډه د کربلا په غوښې

خواړه

څښاک

عادتونه

بیرغونه

ګلونه

قبرونه

پوستکی مو لري

                       مُهر د کربلا

څوک مو نه پېژنې په دې بیدیا

نه اوښ، نه ونه د خرما

نه تېږه، نه میخ

نه هندي، نه عفرايي

پاڼې مو شکمنې

فکرونه مو جالبه

نومونه مو نه دي ورته نومو ته

نه مو پېژني هغوی چې تیل څکي،

نه مو پېژني هغوی چې اوښکې څکي

                                                رنځ څکي.

------

بندیان یوو د هغو متنو،

             چې واکمنان یې لیکي

بندیان یوو د هغه دین،

           چې ملایان یې تفسیروي  

بندیان دننه د غم،

غمونه مو دی خوندور له هرڅه

                                        په تن

څاري مو قهوه خانو کې

                            کورو کې

څاري مو ان

                د میندو په نسو کې!!

په انتظار دی هر چېرې

                               مخفي مامور

له قهوی مو څکي

پر تخت مو بیدېږي

په لیکونو کې مو ګوتې وهي

کاغذونه مو لټوي

په پزه مو ننوځي

په ټوخي سره مو راوځي

ژبې مو پرې شوي

سرونه مو پرې شوي

ډوډۍ مو له ډار سره

له اوښکو سره لمده شوې

که اعتراض وکړو د سیمې ساتونکې ته

راته وايي:اعتراض ممنوع

که تضرع وکړو د اسمانو خدای ته

راته وايي: تضرع ممنوع

که نارې د مرستې وکړو د الله رسول ته

راکوي نه ستنېدونکي ویزې موږ ته

که د وروستې قصېدې لپاره

یا د وروستي وصیت لپاره

مخکې له دې چې راځوړند شوو له داره

وغواړو قلم د لیکلو لپاره

موضوع بدله کړي د دې لپاره.

-----

ای وطنه

چې د کرکې پر دېوال یې صلیب کړی

ای د اور غونډسکې

چې د ګړنګونو په لور یې رهي کړی

پیدا نه شول څوک

 نه له مضر قبیلې، نه له ثقیف قبیلې

چې په وینه لت پت دې وطن ته

نذرانه جام له خپلو وینو کړي

یا ورکړي یو بوتل خپلې شریفې میتیازې

هیچا له دې څیري څیري عبا

درنکړه  یوه خولۍ

                       یوه چپنه

                              ډالۍ  

                                    یوه ورځ

ای وطنه،

چې د مني د وښو په شان مړاوی یې

شکېدلي یوو موږ د ونو په شان له خپله زېله

له خپلو هیلو، یادونو آواره شوي یوو

ډارېږي سترګې مو له خپلو اوازونو

واکمن مو دي هغه خدایان

چې بهېږی شنه وینه یې په رګو کې

موږ د کنیزانو نسل

نه مو پېژني د حجاز مشران

نه مو پېژني د صحرا عامیان

نه مو ابوالطیب مني نه مو ابوالعتاهیه

که ځي رانه یو جلاد

سپاري موږ په بل جلاد

-------

د ستړیا د بندرونو مهاجر یوو

نه مو مني څوک

د بیروت له سینده د عرب تر سینده

نه فاطمیون، نه قرمطیان

نه مملوکیان، نه برامکیان

نه شيطانان، نه ملایکې

نه مو غواړي څوک

نه مو غواړي څوک

په مالګینو ښارو کې،

چې پرې کوي هر کال د میلیونو کتابو سرونه

په هغه ښارونو کې،

چې دولتي استخبارات یې کوي د ادبیاتو لارښوونه

نه مو غواړي څوک

----

مسافر یوو،

سپاره د ویر په بېړۍ

رهبر مو یو مزدور

شیخ مو  غل د دریابو

لکه موږکان په قفسونو کې بندیان

نه مو مني کوم بندر

نه مو مني کومه مېکده

پاسپورتونه مو ټول راصادر کړي شیطان

لیکنې چې کاږو

خوښې نه دي ټول د سلطان

-----

له زمانه بهر

له مکانه بهر

                مسافر

پیسې یې ورکې، شتمني یې ورکه

اولاد یې ورک،  نوم یې ورک

پېژاند یې ورک، د امنیت حس یې ورک

نه مو بنی هاشم پېژني، نه بنی قحطان

نه مو بنی ربیعه پېژني، نه بنی شیبان

نه مو د لنین پېروان پېژني، نه د ریګان

ای وطنه،

ټول مرغان لري خپله ځاله

مري له وطنه بهر،

هغه چې حرفه یې ده آزادي.

 نزار قباني

۲۲.۱۰.۰۳

واکمن او مرغۍ

 په ټولو عربي هېوادونو ګرځم راګرځم،

چې خلکو ته شعر ووایم

باور لرم،

چې شعر هغه ډوډۍ ده،

چې خلکو ته پخېږي

له پیله باور لرم،

چې حروف یانې

                       اوبه

                              کبان

                                       ولسونه  

په ټولو عربي هېوادونو ګرځم راګرځم

له شعري ټولګې بل څه نلرم له ځان سره

له یوې تاڼې بلې تاڼې ته لېږدول کېږم

له یوه عسکره بل عسکر ته سپارل کېږم

په جیب کې مې یوازې مرغۍ لېږدوم

خو ضابط راکوي امر د ودرېدلو

رانه غواړي پاسپورت د مرغۍ

زما په وطن کې

کلیمې باید پاسپورت واخلي

ساعتونه سرګردانه

                     منتظر

د مامور امر ته په تمه

سوچ وهم د شګو بورېو ته

سترګې مې ډکې لکه دریاب

مخې ته مې لګېدلې یوه دړه

خبرې کوي له یوه وطنه

خبرې کوي له یوه ملته

زه هلته لکه موږک ناست

د خپلو غمونو کانګې کوم

ټول ګچي شعارونه د پښو لاندې کوم

پر دروازو د خپل وطن

غورځېدلی یم مات

                        لکه

                            یو جام.

نزار قباني

بیروت سوځي، ته راته ګرانه یې!

۱ کله چې بیروت سوزېده او اور وژونکو یې سره کالي وېنځل او هڅه یې کوله، چې پر کټارو ناستې مرغۍ کړي آزادې ما په واټونو په سيزونکي ا...