ماشومانه پښې یې رانه واخیستې
جګړې
د میني په لور یې ډزې وکړې
ویې وژله مینه
جګړې
د سیند په لور یې ډزې وکړې
د لمر په لور یې ډزې
وکړې
په کروندو یې ډزې وکړې
د ماشومانو په کتابو یې ډزې وکړې
جګړې،
راله ښکلی ژوند تالا کړ.