غواړم مین شم،
دنیا کړم بدله په مالټې
لمر
کړم بدل په اوسپنیزې ډیوې
غواړم مین شم،
پولو ته،
پولیسو ته،
بیرغو ته،
ژبو ته،
رنګو ته،
توکمو ته
د پای ټکې کېږدم
ګرانې،
غواړم نړۍ د یوې ورځې لپاره وڅرخوم
چې ودان د احساس
جمهوریت کړم.
... یقیناً لیکوال باید عاید ولري چې ژوند او لیکل وکړای شي، خو د هېڅ ډول شرایطو لاندې نباید د دې لپاره چې عاید ولري او ژوند وکړي، لیکل وکړي. د مطبوعاتو (لیکلو) د آزادۍ لومړی شرط دا دی چې کسب او کار نه وي. هغه لیکوال چې مطبوعات (لیکل) مادي وسیلې ته راټیټوي، د دې داخلي مرییتوب لپاره د بهرني مرییتوب، یعنې د سانسور وړ دی. (کارل مارکس)
ته د آزادۍ د جفرافیه وروستی ټاټوبی وروستی هېواد، چې ساتې مې له ډاره له ولږې ته وروستۍ خوشه ته وروستۍ سپ...