د سوریې مشهور شاعر، نِزار
قباني د ۱۹۲۳ کال د مارچ په ۲۱ مه په دمشق کې وزیږېد.پلار یې یو زیارکښ کارګر و. قباني
وايي «که وغواړم پلار مې په کومې طبقې کې شامل کړم، بېله شکه، د زیارکښانو په ډله
کې یې شمېرم، ځکه د ژوند پنځوس کاله یې د سکرو د بوي له استنشاق سره تېر کړل اوبالښت
یې د بورې
بوجۍ او لرګینې دړې وې.»
نِزارقباني یو نوموتی
معترض شاعر و، د عربو واکمنانو مرییتوب، لوټماري او شیطان صفتي یې په خپلو شعرونو
کې بربنډوله:
عربي نړۍ تُورَه په گرو ايښې
د لوي شرافت خبره هسې
یو سراب
تویوي تېل په خپلو
خصیتینو کې
وايي: رب لوی
د خلکو وینه زبېښل
کېږي
څه له تېلو مخکې
څه له تېلو وروسته
یوه ډله تل چهارپایان
دا بله تل اربابان...
په عربي ادبیاتو کې د
قباني شعر د اهمیت له کبله مې په پام کې وه چې ګڼ شمېر شعرونه یې وژباړم.خو له بده
مرغه بوختیاوو د دې کار اجازه رانکړه او په همدې ټولګې مې بسنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په
دې ټولګه کې د ځینو شعرونو ژباړې بشپړې نه، بلکې هغه برخې مې ژباړلي، چې راته په
زړه پورې وې، له همدې امله «د ویر ماشومان» له شعر
وروسته، ټول عنوانونه ما ټاکلي دي.
له خپل ګران ملګري او
استاد، زیږ افغان څخه د زړه له کومې منندوی یم، چې د ژباړې د لابډاینې او سمونې په
برخه کې راسره بېدریغه مرسته کوي.
په مینه