۲۷.۴.۰۴

وروستۍ کوتره

 

ته د آزادۍ د جفرافیه

وروستی ټاټوبی

وروستی هېواد،

چې ساتې مې له ډاره

                       له ولږې

ته وروستۍ خوشه

ته وروستۍ سپوږمۍ

ته وروستۍ کوتره

ته وروستۍ  ورېځ

ته وروستۍ غوټۍ

چې بوي کړی ما

ته وروستۍ کلیمه،

چې لیکلې ما

ته وروستی کتاب،

چې لوستلی ما.

د وحشت نسلونه

 

څنګه وغږېږم له خلاصونه مېرمنې؟

څنګه وغږېږم د وینا له آزادۍ؟

څنګه وغږېږم د میني له آزادۍ؟

څنګه وغږېږم د سترګو له آزادۍ؟

د بڼو له آزادۍ؟

پر اوږو مې

میراث

او

د وحشت ټول نسلونه وړم!

ښکلی ژوند

ماشومانه پښې یې رانه واخیستې

                                        جګړې

د میني په لور یې ډزې وکړې

ویې وژله مینه

                  جګړې

د سیند په لور یې ډزې وکړې

د لمر په لور یې ډزې وکړې

په کروندو یې ډزې وکړې

د ماشومانو په کتابو یې ډزې وکړې


جګړې،

راله ښکلی ژوند تالا  کړ.


غواړم مین شم...

 

غواړم مین شم،

دنیا کړم بدله په مالټې

لمر کړم بدل په اوسپنیزې ډیوې


غواړم مین شم،

پولو ته،  

پولیسو ته،

بیرغو ته،

ژبو ته،

 رنګو ته،

توکمو ته

د پای ټکې کېږدم



ګرانې،

غواړم نړۍ د یوې ورځې لپاره وڅرخوم

چې ودان د احساس جمهوریت کړم.

څو خبرې

 

د سوریې مشهور شاعر، نِزار قباني د ۱۹۲۳ کال د مارچ په ۲۱ مه په دمشق کې وزیږېد.پلار یې یو زیارکښ کارګر و. قباني وايي «که وغواړم پلار مې په کومې طبقې کې شامل کړم، بې‌له شکه، د زیارکښانو په ډله کې یې شمېرم، ځکه د ژوند پنځوس کاله یې د سکرو د بوي له استنشاق سره تېر کړل اوبالښت یې د بورې بوجۍ او لرګینې دړې وې.»

نِزار‌قباني یو نوموتی معترض شاعر و، د عربو واکمنانو مرییتوب، لوټماري او شیطان صفتي یې په خپلو شعرونو کې بربنډوله:

 

عربي نړۍ تُورَه په گرو ايښې

د لوي شرافت خبره هسې یو سراب

تویوي تېل په خپلو خصیتینو کې

وايي: رب لوی

د خلکو وینه زبېښل کېږي

څه له تېلو مخکې

څه له تېلو وروسته

یوه ډله تل چهارپایان

دا بله تل اربابان...

 

په عربي ادبیاتو کې د قباني شعر د اهمیت له کبله مې په پام کې وه چې ګڼ شمېر شعرونه یې وژباړم.خو له بده مرغه بوختیاوو د دې کار اجازه رانکړه او په همدې ټولګې مې بسنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې ټولګه کې د ځینو شعرونو ژباړې بشپړې نه، بلکې هغه برخې مې ژباړلي، چې راته په زړه پورې وې، له همدې امله «د ویر ماشومان» له شعر وروسته، ټول عنوانونه ما ټاکلي دي.

له خپل ګران ملګري او استاد، زیږ افغان څخه د زړه له کومې منندوی یم، چې د ژباړې د لابډاینې او سمونې په برخه کې راسره بې‌دریغه مرسته کوي.

په مینه

وروستۍ کوتره

  ته د آزادۍ د جفرافیه وروستی ټاټوبی وروستی هېواد، چې ساتې مې له ډاره                        له ولږې ته وروستۍ خوشه ته وروستۍ سپ...